لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د جگړې مشري حقاني ډله کوي, افغان مامورین وايي


په دې عکس کې د حقاني ډلې مشر جلال الدین حقاني لیدل کیږي
په دې عکس کې د حقاني ډلې مشر جلال الدین حقاني لیدل کیږي

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د طالبانو د جګړې مشري د حقاني شبکې په غاړه اخیستې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غنډې ته اوویل القاعده، طالبان، حقاني شبکه او داعش دافغانستان امنیت ته اصل خطر دې.د ښاغلي صدیقي په وینا دغه ډلې یو بل سره نزدې همکاري کوي اودزتوي حقاني یا القاعده یو شان ډلې دي خو په بیلابیلو نومونو کارکوي ـ

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د نننۍ ګډې خبري غنډې په وخت د نیویارک ټایمز د هغه رپوټ په حقله، چې پکې ویل شوي بهرني ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې ښکیل کیږي، اوویل دوي اوس دا صلاحیت پیدا کړې چې په یوازې توګه عملیات ترسره کړي. البته ځیني وخت د بهرنیو ځواکونو څخه په هوايي برخه کې مرسته غواړي

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري اووېل افغان ځواکونه اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې په ۱۹ پلان شوو عملیاتو کار کوي او هره ورځ د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه اخته دي ـ.

جنرال وزیري په ټینګار سره اوویل چې د شپني عملیات په بشپړه توګه افغان امنیتي خواکونه ترسره کوي.

ښاغلي صدیقي وویل "موږ په هلمند کې د نورو ولایتونو په پرتله له زیاتو خطرو سره مخ یو او له همدې کبله مو زیات شمیر سرتیري هم هلته استولي

یادگیرنه: دا خبره د وي او ای اشنا د ویب پاڼې نه اخیستل شوی چې کابل څخه يي خبریال وحیدالله فیضي ساپی رالیږلی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG