لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغان طالبان د پاکستان حکومت او د پاکستاني طالبانو د خبرو کوربتوب کوي


د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه
د ټي ټي پي پخواني مشر ملا فضل الله د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه

د افغانستان طالبان د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، یا د پاکستاني طالبانو د ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي او سرچینو وایس اف امریکې ته ویلي دغه مذاکرات لا دوام لري او تراوسه یې څه کوټلي نتېجې نه دي راوړي.

د وي او ای د انګریزې څانګه په خپل رپورټ کې وايي په اسلام اباد کې ګڼو سرچینو په افغانستان کې د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د خبرو تصدیق وکړو چې د افغانستان واکمن طالبان یې مرسته کوي.

یوې سرچینې وي او ای ته وویل دغه مذاکرات لا دوام لري "او څه کوټلي" نتیجه یې مخې ته نه ده راغلې. یوې بلې سرچینې وویل ټي ټي پي سره د پاکستان د خبرو هدف د ډلې هغه وسله وال د ايين او قانون چوکاټ دننه راوستل دي چې په سنګینو جرمونو کې نه دي ککړ.

سرچینو دا هم وویل چې پاکستان د ایین سره سم وسله والو ته د مجوزه عامې معافۍ په اړه هم غور کېږي.

د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف د زیارت، پنچشنبې، په ورځ د واشنګټن مېډل ایسټ انسټېټیوټ ته په انلاین بڼه خبرو کې پاکستاني طالبانو سره د حکومت د خبرو دفاع وکړه. هغه زیاته کړه چې د دې نه وړاندې هم پاکستاني حکومتونو دا ډول ګامونه اخېستي دي.

معید یوسف وویل ټول ملکونه خپل شهریان د قانون چوکاټ او د ایین دننه راوستلو دپاره پکاره ده چې د مذاکراتو نه کار واخلي.

معیدیوسف وویل مطبوعاتو ټي ټي پي سره خبرو ته د ضرورت نه زیاته توجه ورکوي او دا "د مذاکراتو دومره لویه منصوبه هم نه ده."

د اعتماد سازۍ اقدامات

د پاکستان ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ په خپل یو رپورټ کې وویل چې حکومت او ټي ټي پي ابتدايي مفاهمت ته رسېدلي دي چې ترمخه به یې اعتماد سازۍ په غرض به د پاکستاني جېلونو نه د ډلې د قیدیانو د ازادېدو په بدل کې به ټي ټي پي د امن اعلان وکړي.

ډان د سرچینو له قوله وویل د ټي ټي پي د قیدیانو د ازادېدو نه پس د یوې میاشتې دپاره ډزبندي شروع چې په ممکنه توګه به په پراخه کچه د امن معاهدې دپاره لاره هواره کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه وزیراعظم عمران خان تېره میاشت په یوه ټېلې وژن مرکه کې دا خبره څرګنده کړه چې حکومت یې د ټي ټي پي "ځینو ډلو" سره خبرې مذاکرات شروع کړي دي او دا چې افغانستان طالبان یې کوربتوب او پکې منځګړتوبکوي.

د وي او ای د رپورټ‌ ترمخه، د عمران خان د څرګندونو په ځواب کې طالبانو پاکستان حکومت سره د خبرو تردید وکړو خو د دې نه وروسته نه ټي ټي پي او نه هم افغان طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

د کلونو تشدد او ناکام مذاکرات

د وي او ای رپورټ وايي په کال 2007 کې د ټي ټي پي د جوړېدو نه پس په سلګونو زرګونه چې پکې د امنیتي ادارو عسکر هم شامل دي د ډلې په منل شویو حملو کې وژل شوي دي. ټي ټي پي سره د خبرو د ناکامه کېدو نه پس پاکستان په 2014 کې د وسله والو په ضد عملیات شروع کړل چې پکې د وي او ای د رپورټ ترمخه په زرګونو وسله وال وژل شوي دي.

رپورټ وايي که څه هم په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د وسله والو د تشدد کچه کمه شوي خو ټي ټي پي د سږ کال د شروع راهسې حملې بیا زیاتې کړي او په سلګونو امنیتي عسکر یې وژلي دي.

د وي او ای رپورټ وايي پاکستان به په تکرار د افغانستان په پخواني حکومت الزام پورې کولو چې پاکستاني طالبانو ته یې په افغانستان کې پناه ورکوله. په کابل کې افغان مامورینو به هم دغه ډول الزام په پاکستان پورې کولو او وېل به یې چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دی او هم ددغه ځای نه په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوي. دواړو ملکونو به د یو بل دغه خبرې ردولې.

د وي او ای رپورټ وايي وېل کېږي چې د طالبانو د موقتي حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي په خبرو کې منځګریتوب کوي.

سراج الدین حقاني د حقاني ډلې مشر دی او امریکې د هغه په ګرفتارۍ کې د مرستې په سر د لس مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG