دافغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې افغان کمانډو ځواکونو د وسله والو طالبانو په یوه زندان چاپه وهلې او د څلورو پولیسو په ګډون یې ۳۲ تنه بندیان ازاد کړي دي.
دهملند والي ویاند عمرځواک له وي او ای ډيوې سره په خبرو کې وویل تیره شپه ناوخته افغان سپیشل فورس ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې په یوه زندان چاپه ووهله او د څلورو پولیسو په ګډون یې ۳۲ تنه ولسي وګړي ازاد کړي چې د وسله والو طالبانو زندان ته اچولي وو.
ځواک زیاته کړه د طالبانو له زندانه ازاد شوي کسان د شوراب پوځي اډې ته انتقال شوي او له هغه ځایه خپلو کورونو ته ستنیږي.
عمرځواک وویل "تیره شپه دافغان امنیتي ځواکونود کمانډویي قتعاتوعملیات چې دناعلي والسوالۍ په چاي مرزا سیمه کې اجرا شوي ، د وسله والو مخالفینو په یوه زندان چاپه وهل شوې ،په تعداد د ۳۲ کسان چې څلور تنه په کې سیمه ییز پولیس دي ،راخلاص شوي او دمګړۍ د شوراب پوځي اډه کې دي او خپلو کورنو ته به ستنیږي."
وسله والوطالبانو په زندان د افغان ځواکونود عملیاتو ترسره کیدل منلي خو ویلي دي چې په دې زندان کې د دوی لخوا په نشه یي توکو روږدي کسان ساتل کیدل او ازاد شوي ټول په مخدره موادو روږدي کسان دي.
دا لومړي ځل نه دی چې افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو پرزندان حمله کوي او د امنیتي سرتیرو په ګدون لس ګونه کسان له زندانه ازادیږي ، تردې وړاندې هم افغان منیتي چارواکو ادعا کړې چې دې ورته په نورو پیښو کې ګن شمیر افغان سرتیري او ولسي خلک د طالبانو له زندانونو ازاد کړي دي.