لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روېټرز: طالبانو په سپین بولدک کې د کډوالو په منصوبه کار کونکي ښځینه د کار نه منع کړي دي


په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ښځو په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي. په دې تصویر کې په کال ۲۰۲۲ کې د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف د احتجاج ګډون والې لیدل کېږي
په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ښځو په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي. په دې تصویر کې په کال ۲۰۲۲ کې د ښځو د یونېورسټۍ په تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف د احتجاج ګډون والې لیدل کېږي

د افغانستان په کندهار ولایت کې طالب چارواکو پاکستان سره په پوله په سپین بولدک کې ښځینه کارکونکي د کډوالو په یوه منصوبه د کار نه منع کړي او ورته يې ویلي چې د بل امر پورې دې په کور کښېني.

روېټرز خبري اداره وايي طالبانو دغه امر په یو رسمي خط کې تېره هفته جاري کړی چې د په ښځینه کارکونکو د طالبانو د پابندۍ پخلی کوي، د دې باوجود چې ځينې امدادي دارې غواړي چې طالبان دې په ځینو برخو کې استثنا وکړي او ښځینه کارکونکو ته دې د کار اجازت ورکړي.

روېټرز وايي په کندهار کې د طالبانو د کډوالو وزارت د محکمو ترمنځ خط کې وېل شوي امدادي ادارې په سپین بولدک کې کډوالو دپاره خدماتو کې په ښځینه کارکونکو د بندیز خلاف ورزي کوي.

روېټرز وویل چې د طالبانو خط یې لیدلی او د کندهار د والي ترجمان هم د لیک تصدیق کړی دی.

په خط کې وېل شوي چې هغه ټول تنظیمونه چې په سپین بولدک کې د سنېدونکو کډوالو د محکمې سره همکاري کوي دا غوښتنه ترې شوې چې خپلو ښځینه کارکونکو ته ووايي چې د امر ثانې پورې دط کار ته ځي او په کورونو کې دې وي.

د متحده قومونو د انساني د امداد د رابطه کار دفتر وویل چې د طالبانو د خط په اړه معلومات لري او د طالبانو نه یې نور وضاحت غوښتی دی.

روېټرز وايي په کندهار کې د ښځینه کارکونکو په اړه د طالبانو خط د امدادي دپاره په افغانستان کې د غیر یقيني حالاتو څرګندونه کوي، امدادي ادارې غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي او د بشري بحران سره مخامخ خلکو ته امداد ورسوي، ښځینه کارکونکو دپاره د استثنا غوښتنه کوي خو دا هم نه غواړي چې د متحده قومونو د منشور د اصولو خلاف ورزي وکړي.

د رپورټ ترمخه، د طالبانو حکومت د جنورۍ په میاشت کې د دې خبرې څرګندونه کړې وه چې په ځینو برخو کې په امدادي ادارو کې ښځینه کارکونکو اجازت ورکولو دپاره به د قواعدو په لیکولو کار وکړي خو لا یې داسې نه دي کړي.

د می په میاشت کې نړیوالې غیر سرکاري امدادي ادارې نارویجین رېفیوجي کاونسل وویل چې په کندهار کې د ګڼو عملیاتو دپاره یې استثنا ترلاسه کړې او د ښځینه کارکونکو سره کار بیا شروع کوي. اېن ار سي د طالبانو په ورستي خط د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د ښځو په تعلیم او کار روزګار د طالبانو د بندیز په نړیواله کچه غندنه کېږي او روېټرز وايي د طالبانو حکومت په رسمي کچه د پېژندل کېدو لاره ترهغې محدوده تر څو چې د ښځو په اړه خپل اقدامات بېرته نه وي اخیستي.

طالبان وايي د ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG