لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دفاع وزارت وايي د افغان پوځ د تلفاتو په اړه د سیګار ارقام غلط دي


سیګار وايي چې د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې ۵۳۱ افغان عسکر وژل شوي، خو د دفاع وزارت وايي دا ارقام غلط دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې د سیګار دا راپور رد کړ. ښاغلي وزیر وویل چې که څه هم افغان ځواکونه تلفات لري، خو هغومره هم نه دي دي چې سیګار یې وایي.

هغه وايي د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه راپور لیکل شوی نه دی. خو جنرال دولت وزیري وویل چې په روان جنګ کې خامخا تلفات وي.

افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" په یو رپوټ کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی ویلي چې د ۲۰۱۷ کال په څلورو لومړیو میاشتو کې په جګړو کې" ۵۳۱ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي او ۴۲۳۸ "تنه نور ټپیان شوي دي.

سیګار وايي افغان امنیتي ځواکونو ته دا تلفات د روان عیسوي کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ ورځې د مۍ تر اتمې پورې اوښتي دي.

"سیګار" په تیر عیسوي کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه په یو بل رپوټ کې چې د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ ورځې څخه د ۲۰۱۶ د نوامبر تر دولسمې پورې موده په کې په پام کې نیول شوې، ویلي چې په دغه موده کې د افغان امنیتي ځواکونو ۶۷۸۵ منسوبین وژل شوي او ۱۱۷۷۷ تنه نور ټپیان شوي وو.

سږکال د افغان پوځ تلفات زیات وو چې ډېر یې د شاهین په قول اردو، د سردار محمد داودخان په پوځي روغتون، د کندهار په خاکریز او شاولي کوټ ولسوالیو کې د افغان پوځ په مرکزونو د وسله والو طالبانو او داعش په بریدونو کې واوښتل.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا نه اخستل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG