لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانې ښځې: "نړیوالو مونږ د سخت دریځو قهر ته پریښودلو"


Afghanistan Women Grounded
Afghanistan Women Grounded
  1. په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو سره افغانو مېرمنو یو ځل بیا خپل ابتدايي حقونه د لاسه ورکړه چې په کې د تعلیم ، کار، سفر او ټولنیز حقونه شامل دي.

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا او متحدینو یې د سپټمبر یولسم بریدونو وروسته افغانستان کې د نظامي مداخلې په لړ کې د ملاتړ لپاره د افغانو ښځو او نجونو د حقونو څخه، د طالبانو سرغړونو یادونهکړې وه. د طالبانو واکمنۍ پرځولو وروسته، د تیرو شلو کلونو په اوږدو کې نړیوالې ټولنې او امریکې د افغانو مېرمنو د حقونو د خوندي ساتلو او دوي ته د ودې ورکولو په لړ کې په افغانستان کې د ګڼ شمېر موسسو او ادارو په مرسته ډیر کار هم وکړ.

خو سلیمه مزاري چې د طالبانو واکمنیدو تر اخیري‌ شېبو پورې هم د بلخ ولایت د چارکند ولسواله وه وايي نن نړۍ یو وار بیا یوازې پريښودې

"له بده مرغه هغه څه چې په افغانستان کې پيښيږي، زه په ځانګړي ډول نړیواله ټولنه ګرم بلم ځکه چې هغوي افغانان او افغانې مېرمنې یوازې پریښودې. نړیوالې ټولنې چې کوم خیانت افغانو ښځو سره وکړ، د نورو د نورو هر یوې ډلې څخه زیات دی هغه ځکه چې دوي په یوې دورې کې راغلل افغانستان ته او مېرمنو ته یې پوهه ورکړه او دغه ښځو ذهن او مفکورې ته یې وده ورکړه، خو اوس یې بیرته د سخت دریځو قهر ته پریښودل او ترې لاړل."
افغانه سیاستمداره او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ وايي ۱۵م اګست د افغانانو لپاره یوه توره ورځ ده.

"په دې ورځ افغانانو څخه د هغوي اساسي حقونه واخیستل شوه. افغانستان خپل رسمي هویت په نړیوالې ټولنې کې د لاسه ورکړ. د طالبانو د واکمنیدو سره افغانو مېرمنو خپل بتدايي حقونه د لاسه ورکړه چې په کې د تعلیم د کار، سفر او ټولنیز حقونه وو."
طالبانو واک ته د رسیدو وروسته د جینکیو متوسطه او عالي ښوونځي هم د نامعلومې مودې پورې تړلي. لیلي رحیمي چې د بشري حقونو فعاله ده د ښځو په وړاندې د طالبانو تګلاره سخت دریځه بلي.

اغلې رحیمي‌ زیاتوي‌ "د دې ورځې پیشبیني مې هیڅ کله نه وه کړې چې زمونږ جینکۍ به یو وارې بیا ښوونځیو ته نشي تللی، په هغه مناسب تورو یونیفورم او سپین ټیکري کې. زه شخصآ ډیره خفه یم. "

د مدني‌ ټولنې فعالان په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانستان د خلکو حالت په خلاصو سترګو وګوري او اجازه دې نه ورکوي چې څو محدوده کسان راشي او ټوله جغرافیه او انساني ټولنه د ترهګرۍ ښکار کړي.

سلیمه مزاري زیاتوي " له کومې مودې چې طالبان واکمنه شوي ۹۸٪ افغانان د فقر سره مخ دي او هیڅ یو تن په افغانستان کې دا مهال د امن احساس نه کوي ځکه چې اساسي قانون نشته او هیڅ څوک نه پوهیږي چې که نن له کوره ووتلو نو په کوم دلیل د کوم جرم په اساس او د کوم طالب د فیصلې سره به مخ شي."

د افغانستان ملي پوځ چې د درې نیم لکه څخه هم زیات پوځ وو چې له منځه ولاړ او اوس په دې ډګر کې یوازې طالب لیدل کیږي. د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر سعید سمیع روحاني چې امریکا ته راغلی ډیوې ته وايي د خپلو پاتو ملګرو ژوند ته اندیښمنه دی.

سمیع وايي‌ "زه ډیر خفه یم ځکه چې ماته اوس هم د خپلو پخواني همکارانو او په ځانګړي ډول د ښځینه همکارانو چې په پخواني پوځ کې وې مېسجونه راځي، او وايي د ډیرو ستونزو او ګواښونو سره مخ دي. ځینې یې پیژنم چې د خپلې کورنۍ یوازیني ګټونکي وې، اوس بیکاره دي او ان تر دي چې له کوره نشي وتلې او په مرګ ګواښیدلي او ځینې یې د طالبانو لخوا وهل شوي هم دي. هغوي له مه مرسته غواړي او زه ډیر خفه کیږم چې هیڅ مرسته ورسره نشم کولای. دا زما لپاره ډیر سخت دی."

په تېر یو کال کې نه یوازې په نړۍ کې یو هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی بلکې په طالب مشرانو ګڼ شمېر بندیزونه هم لګیدلي. خو د بشري حقونو فعالان وايي دا ګامونه د ښځو حقونو خوندي ساتلو په لړ کې کافي نه دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د وروستي ریپورټ له مخه د طالبانو چارواکو د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړي، رسنۍ یې تر فشار لاندې نیولي، په خپله خوښه یې بندې کړي، خلک یې شکنجه کړي او د نورو سرغړونو ترڅنګ یې خپل انتقاد کوونکي او مخالفین په دار هم خیژولي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG