لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې جګړه تېزه شوې – چارواکي وایي پسرلی د جنګ فصل وي


افغان چارواکي وایي چې اوس مهال د افغانستان په یو سل و څلورو ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې قریب درې نیم زره حملې کړي دي. د دې باوجود، دفاع وزارت وایي چې طالبانو ته یې د سر درانه زیانونه اړولي او «حالات په ښه کېدو دي».

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې پوځ او پولیسو پرون او وړمه ورځ په دوولسو ولایتونو کې له طالبانو سره جګړه کړې او په یوه شپه و ورځ کې یې د هغو ۱۶۲ تنه وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د نهي/سي شنبي په ورځ وي او اې ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره حالات ښه کیږي، په خصوص په غزني، کندهار، بغلان، او هلمند ولایتونو کې په دې وروستیو ورځو کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

فواد امان زیاته کړه: «په تېرو څلورویشتو ګېنټو کې چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو په دوولسو ولایتونو کې کوم عملیاتو ترسره کړل، په هغو کې یو سل او دوه شپېته (۱۶۲) طالبان ووژل او د سلو (۱۰۰) نه زیات نور یې زخمیان شول.»

د دې نه علاوه په لغمان ولایت کې هم جګړه روانه ده او حکومت ویلي چې په الینګار او الیشینګ ولسوالیو کې یې د نهې په ورځ دیارلس (۱۳) طالبان وژلي دي. بل پلو د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي چې په لغمان کې دوی چې کومې سیمې نیولي، هغه اوس هم د دوی تر قبضې لاندې دي او دوی لسګونه عسکر په لغمان کې وژلي دي.

د امتیاز ګټلو جګړه؟

افغان حکومت او طالبان دواړه په داسې وخت کې یو بل ته د سر د درانه زیان اړولو دعوې کوي چې کوشش روان دی د افغانستان د سولې دپاره مذاکراتو کې پرمختګ راشي.

د سیاسي چارو څېړونکی فیض ځلاند وایي، اوس چې کومه جګړه تېزه شوې ده، هدف یې د امن په مذاکراتو کې برلاسي ده. فیض ځلاند امریکا غږ ته وویل: «ټول لوري، افغان (حکومت) لوری او طالبان کوشش کوي چې د جګړې په ډګر کې امتیازات واخلي څو د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستلو په بنیاد، د جګړې امتیازاتو په ذریعه، خپل شرطونه په مقابل اړخ باندې ومني.»

خو بل اړخ ته د افغانستان د داخله چارو نګران وزیر وایي چې په پسرلي کې د جګړې تېزوالی کومه نوې خبره نده. هغه زیاتوي: «په پسرلي کې جنګ تېزیږي. دا مونږ او تاسو ټولو ته معلومه ده، یعنې پسرلی د جنګ فصل وي. یوازې زمونږد محاسبې په حساب باندې، د طالبانو په جګړو کې اووه فیصده زیاتوالی راغلی دی.»

د افغانستان د داخله چارو نګران وزیر حیات الله حیات دا خبرې پرون د نهې په ورځ سنېټ کې وکړې. ښاغلی حیات او د استخباراتو ادارې – اېن ډي اېس – مشر جنرال احمد ضیآ سراج سنېټ ته تللي و چې د هېواد د روانو امنیتي حالاتو په اړه سنېټرانو ته معلومات ورکړي.

د اېن ډي اېس مشر، احمد ضیا سراج سنېټرانو ته پخپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان په برخه کې د پاکستان په نیت کې هېڅ کوم تغیر ندی راغلی. هغه ټینګار وکړ چې په کار ده افغانان ځان پیاوړی کړي، خپلې ستونزې حل کړي، او پاکستان ته د مداخلې موقع ورنکړي.

یاده دې وي چې پاکستان همېش په افغانستان کې د مداخلې کولو الزام، رد کړی او وایي چې د یو امن او با استحکامه افغانستان غوښتونکی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG