لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني د تورخم د امنیتي چارو د انتظام په اړه ناخوښي وښوده


د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، د تورخم د امنیتي چارو د څرنگوالي په اړه، "نارضایتي" ښودلې ده او خپلو امنیتي چارواکو ته یې ویلي چې په دې برخه کې شکایتونه موجود دي.

ولسمشر غني چې نن د افغانستان ختیځ ولایت ننگرهار ته ولاړ، د جلال آباد ښار په شاهي ماڼۍ کې یې د یو شمیر امنیتي او دفاعي چارواکو سره، امنیتي غونډه جوړه کړله او له هغو یې د ختیځو ولایتونو په هکله رپورټونه واوریدل.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرنامې کې ویلي چې په دې امنیتي غونډې کې، صدر غني چارواکو ته هدایت ورکړ چې د ننگرهار د والي په مشرتابه دې، د تورخم د امنیتي وضعیت په اړوند د شکایتونو ارزول پیل کړي او "د اصلاح لپاره یې عملي لارې چارې ولټوي".

تورخم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ، له مهمو سرحدي بندرونو څخه یو دی.

بل پلو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرنامه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي غني، افغان امنیتي او دفاعي چارواکو ته په دې غونډه کې ویلي چې په ختیځو ولایتونو کې دې د گواښ لاندې سیمې تشخیص کړي او بیا دې د "د دښمن د ځپلو په خاطر عاجل امنیتي اقدامات وکړي".

ولسمشر غني د خپلو پوځي چارواکو مننه کړې چې د ډزبندۍ په ورځو کې یې حالات ښه قابو کړي وو او ویې کولای شول چې د داعش پر ضد هم پوځي عملیات وکړي.

په خوگیاڼیو کې د چوکیدارانو سرغوڅیدل

په داسې وخت کې چې افغان صدر، محمد اشرف غني، جلال آباد ښار ته سفر کړی دی، افغان چارواکو ویلي چې ناپیژاندو وسله والو، د ننگرهار ولایت په خوگیاڼیو ولسوالۍ کې، د یو حکومتي ښوونځي (سکول) د درېیو تنو چوکیدارانو سرونه پرې کړي او هغه ښوونځي ته یې هم اور ورته کړی دی.

د ننگرهار ولایت د پوهنې (تعلیماتي چارو) د ریاست ویاند، محمد آصف شینواري، امریکا غږ ته ویلي چې ناپیژاندو وسله والو، دا کار تیره شپه، د خوگیاڼیو ولسوالۍ په ملکیار ښوونځي کې کړی دی.

که څه هم د آصف شینواري په وینا، دا بریدکوونکي، ناپیژاند وسله وال و، خو په ننگرهار کې د خلکو دغه ډول سر پرې کول، مخکې تر دې د داعش کسانو کړي دي.

په خوگیاڼیو کې د تیرې شپې د پیښې پړه، تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې. ویل کیږي چې د خوگیاڼیو په ډیرو سیمو کې طالبان او په ځینو کې یې د داعش وسله وال کسان فعاله دي.

څو ورځې مخکې، په ملگرو ملتونو کې د روس سفیر دعوه وکړه چې په افغانستان کې د داعش جنگیالیو شمیر، لسو زرو ته رسیږي، خو د افغانستان پوځي چارواکو دا دعوه رد کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې به ایله د داعش ٢٠٠٠ کسان په څلورو ولایتونو کې فعالیت ولري، چې ننگرهار یو له هغو څلورو ولایتونو ځیني دی.

(د دې رپورټ په برابرولو کې، ضیا الرحمن حسرت هم برخه اخیستې ده)

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG