لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر: د پاکستان د انتخاباتو پر مهال به د سرحد امنیت زیاتوو


(آرشیف) ـ د تیرکال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه کابل ته تللی و
(آرشیف) ـ د تیرکال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه کابل ته تللی و

د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، نن د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټېلیفوني خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په ورستیو پېښو کې د بې ګناه انسانانو په وژنه غمرازي کړې ده.

د پوځ ویاندي ادارې یا ای ایس پي آر، په خپل یوه بیان کې ویلي چې افغان صدر د پاکستاني پوځ مشر ته د ټاکنو په مهال د افغانستان له لوري د پولي د امنیت زیاتولو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې وایي چې صدر غني د موقتي وزیراعظم ناصر الملک سره هم د ټیلیفون له لاري د بلوچستان په مستونګ او د خېبر پښتونخوا په پېښور او نورو برخو کې په انتخابي کمپاینونو ترهګریز بریدونه غندلي او په دغه پېښو یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې.

مطبوعات وایي چې دواړو مشرانو په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندي د گډي مبارزې په اړه هم خبري وکړې.

په مستونګ، پېښور او بنو کې د ترهګرۍ په ورستیو پېښو کې د دوو کاندیدانو په گډون، لږ تر لږه ۱۷۵ کسان مړه، او گڼ شمېر نو ژوبل شول.

د مستونګ د پېښي پړه داعش، او د پېښور د پېښي پړه پاکستاني طالبانو ومنله.

پاکستاني چارواکي وایي چې اوسنېو پېښو د انتخاباتو پر مهال وېره خوره کړې، خو زیاتوي چې د ټاکنو په ورځ د امنیت ساتني لپاره تر درې نیم لکه زیات امنیتي عسکر ګومارل شوي دي.

په پاکستان کې د قامي او څلور واړو ایالتي اسمبلیو لپاره به عمومي ټاکني د جولای په پنځه ویشتمه نېټه تر سره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG