لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني د ١٧٥ طالب قیدیانو د ازادولو اعلان کړی


کابل کې پنځه ورځنۍ لویه جرگه د جمعې په ورځ سره ته ورسېده
کابل کې پنځه ورځنۍ لویه جرگه د جمعې په ورځ سره ته ورسېده

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د سولې لویه مشورتي پنځه ورځنۍ جرګې بحث او مشورو پای ته د رسېدو وروسته پریکړه وکړه چې روژې او جرګې ته د درناوي په خاطر به د طالبانو ۱۷۵ زندانیان خوشي کولی شي چې له کلونو راهیسې بندیوان دي.

د بندیانو د خوشې کولو د اعلان تر څنګ، ښاغلي غني دا هم وویل که طالبان تیار وي نو افغان حکومت به ورسره په ډزبندۍ یا اوربند هم وغږیږي.

په جرګې کې په ۲۳ مهمو ټکو فیصله وشوه چې تر ټولو لومړۍ په کې د دایمي اوربند غوښتنه وه.

په دغو غوښتنو کې د اساسي قانون په خپل ځای ساتلو، خو د ضرورت پرمهال یې د تعدیلېدو خبره هم وشوه.

همداراز د جرګې په پریکړه لیک کې دوامدارې جګړې او تشدد ته د پای ټکی ايښودو او د ښکېلو غاړو له لورې په یو بل د منفي تبلیغاتو څخه ډډه کولو غوښتنه

جرګې په خپل پرېکړه لیک کې افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتنه وکړه او وه یې وېل چې د سولې پروسې کې ټولو ښکېلو اړخونو سره له تفاهم وروسته د اعلامېې په ټکو د بهرنېو ځواکونو مسولانه وتلو لپاره عملي مهال وېش تنظیم کړي.

خو طالبانو په سمدستي ډول د جرګې پایلې رد کړې او دغه پنځه ورځنۍ لویه جرګه یې بې ثمره او د وخت ضایع وبلل. طالبانو د افغانستان ولسمشر اشرف غني له لورې د اوربند وړانديز هم رد کړلو.

جرګه په کابل کې د دوشنبې یا ګل د ورځې راهسې پېل شوې وه چې په کې له ۳۲۰۰ څخه هم زیاتو کسانو په کې ګډون لرلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG