په افغانستان کې د ړومبي ځل د پاره د ورېښمو پر پارچې بشپړ قرآن په خطاطۍ ولیکل شو. د دغې نسخې جوړوونکي هیله من دي چې دا شاهکار به یې مرسته وکړي چې د افغانستان د پېړیو پېړیو زوړ د خطاطۍ هنر وساتل شي.
پر ورېښمو لیکل شوې د قرآن دغه نسخه ٦١٠ مخه لري چې ټول په لاس کښل شوی دی. د دغې ارزښمنې قرآني نسخې پوښ د وزې له پوټکي جوړ شوی او د اثر ټول دروندوالی، ١٩ پونډو ته رسیږي چې ٨،٦ کیلوگرامه کیږي.
پر دغه اثر ټولټال ٣٨ تنه افغان خطاطانو او د مینیاتورۍ فنکارانو نږدې دوه کاله کار کړی دی. ډیری دغه فنکارانو په کابل کې د فیروزکوه په نامه یو برطانوي فاونډېشن کې زده کړې کړي دي.
خواجه قمرالدین چشتي، چې د خطاطۍ د هنر یو ٦٦ کلن استاذ دی، فرانس پرېس آژانس ته وویل چې خطاطي او په ښکلي خط لیکنه، د افغانستان د کلچر برخه ده او دوی په دې کار سره وغوښتل چې خطاطي ژوندۍ وساتي.
چشتي زیاته کړه چې: «کله چې خبره د فن او هنر شي، نو موږ نشو کولای کوم قیمت پرې کیږدو. خدای چې د دې کار مسئولیت زموږ پر غاړه کېښود، د پېسو پر ځای، دا موږ ته ډېره ارزښتمنه خبره ده.»
چشتي او نورو همکارانو یې د دې قرآني نسخې د هرې یوې پاڼې په یواځې لیکو باندې دوه ورځې کار کړی او که چیرته به ترې اشتباه وشوه، نو بېرته به یې کار له سره پیل کړ او د یوې پاڼې تیارېدل به له دوو ورځو هم زیات وخت ونیو.
هغو د دې قرآن په لیکلو کې، د نسخ خط کار کړی دی، چې د اسلام په لومړیو پېړیو کې راپېدا شو او د کوفي خط ځای یې ونیو.
د لیکلو سربېره، هره پاڼه مینیاتورې شوې هم ده او دا یې تر ټولو ستونزمن کار و چې هره پاڼه به یوه اونۍ یا له اونۍ زیاتره وخت نیوه.
پر ورېښمو باندې د قرآن د دغې نسخې د لیکلو او مینیاتورۍ رنگونه ټول له طبیعي موادو، لکه لاجورد، طلا، برونز او نورو موادو جوړ شوي دي. داسې کارونه په ١٥مه او ١٦مه پیړۍ کې په هرات کې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال رواج و.
د فیروزکوه موسسه چې د کابل ښار په زړه سیمه، مرادخاني کې ده، کوښښ کوي د افغانستان د کلچر لرغوني فنونه ژوندي وساتي. دغې موسسې څه موده مخکې د افغانستان د لاسي صنایعو یو نندارتون په واشنگټن ښار کې هم پرانیستی و.