لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکيلاش تهذيب دنړيوال ميراث گرځولو غوښتنه


د مدني ټولنې دبيلابيلو تنظيمونو اؤ دکالاش کلي دچاپيريال د خوندي ساتلو تنظيم د مشرانو لۀ خوا په يو مطبوعاتي کانفرنس کې دملگرو ملتونود يونيسکو د ادارې څخه غوښتنه شوې ده چې دچترال د دريو کليو دننه دې دکيلاشو خلکو د زرگونو کالو زوړ تهذيب نړيوال ميراث وگرځول شي.

دغو مشرانو انديښنه څرگنده کړې ده چې کۀ چرې دکيلاشو دزرگونو کالو زوړ تهذيب اؤ کلتور نړيواله ميراثه ونۀ گرځول شي نو دغه کلتور ته زياتې خطرې پيښې دي اؤ ويره ده چې په راتلونکو کلونو کې دکيلاشو کلتوراؤ کړۀ وړۀ يواځې کتابونو پورې محدود پاتې شي.

په سيمه کې ديوې مدني ټولنې کارکوونکې کرسټيناپه دغه اړه وويل په نړۍ کې ډير خلک داسي دي چې هغوئ پاکستان دکيلاشو د ځانگړي کلتور اؤ دود دستور لۀ وجې پيژني.

هغې وويل په بهرني نړۍ کې چې کله خلک دکيلاشو د نڅاه اؤ ټولنيز ژوند عکسونه وويني نو ارومرو پکې خوښي لري اؤ په اړه يې پوښتې کوي چې دا څوک دي اؤ په کوم ځايې کې اوسيږي.

کرسټينا زياته کړه مونږه د کيلاشو ددغه کلتور دنړيوالې ميراثې گرځولو دپاره مبارزه کوؤ.

هغې وويل کۀ لرگي وهونکي چاپيريال لۀ مينځه يوسي نو ورسره به دغه قامي ميراث هم لۀ مينځه لاړشي.

عادل ظريف چې د تاريخي مقاماتو د ساتنې ديوې شخصي ادارې ايچ سي اين مشر دى وايي د چترال په دريو کليو کې دميشتو کيلاشو ژوند،مذهب،کلتور اؤ چاپيريال ته گڼ شمير گواښونه څيلمه دي اؤ په رو،رو بهرني خلک نۀ يوازې د هغوئ په سيمو قبضه کوي ،بلکې د مذهبي اؤ کلتوري حوالو سره هم دهغوئ نوي ژوند ته د را اړولو هڅې روانې دي.

بايد په ډاگه وي چې داوخت دکيلاش تهذيب سره تړلي خواوشا څلور زره کسان د چترال په دريو کليو کې ژوند کوي .

مورخين ددغو کيلاشو داصل نسب په هکله بيلابيلې رايې لري .

دځينو مورخينو وينا ده چې کله سکندر اعظم افغانستان ته اوختو نو دهغه د لښکر ځينې غړي زخميان شول اؤ په دغه سيمه کې پاتې شول چې نني کيلاش دسکندراعظم ددغه يوناني لښکريانو اولاده ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG