لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واشنګټن کې د کانفرانس ګډونوالو له م. م څخه وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني


واشنګټن - په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ، سولې او بشري حقونو تر نامه لاندې دغه کانفرانس ته

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخواني کلتوري اتشې نجیب ننګیال په خپلې وینا کې وویل، ملګري ملتونه دې طالبان تر هغو په رسمیت نه پېژني تر څو چې د دې شخړې یو سیاسي حل نه وي راوتلی ځکه د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري.

"له ملګروملتونو نه زمونږ وړاندیز دا دی چې، د طالبانو حکومت دې تر هغو پورې په رسمیت نه پېژني تر څو چې په افغانستان کې د دې ستونزې یو سیاسي حل نه وي راوتلی او طالبان دې ته نوي تیار شوي چې په افغانستان کې یو داسې حکومت د خلکو په رایه جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي. که داسې و نه شي نو د طالبانو حکومت یو نا مشروع حکومت دی. دوی چې کورنی مشروعیت نه لري نو نړیوال مشروعیت خو بیخي نه لري."

ښاغلي ننګیال له ډیوې سره په خپلو خبرو کې وویل، هره ورځ طالبان له عدالت پرته خلک وژني، شکنجه کوي او بندیان کوي یې او د بشري جرمونو د څېړلو لپاره باید افغانستان ته یو پلاوی واستول شي.

"افغانستان ته دې د بشر د حقونو لخوا نه دې،‌ د ملګروملتونو لخوا دې قوي بې طرف ټیم ولېږل شي تر څو د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه سړغونې وڅېړي. د طالبانو زندانونه دا وخت له داسې خلکو ډک دي چې پخواني حکومت کې یې کار کاوه او یا یې په طالبانو اعتراض کړی دی. دوی له محاکمو پرته د نا معلوم جرم له امله نیول شوي او شکنجه کېږي."

ګډونوالو همدارنګه له واکمنو طالبانو څخه غوښتل چې ښځې دې تعلیم او کار ته پرېږدي، د بیان ازادي ته دې اجازه ورکړي، د غچ اخېستلو لاره دې پرېږدي او بین الافغاني خبرې دې اعلان کړي تر څو د افغانستان پر ستونزو بحث وشي.

په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو فعالې صبرینا حمیدي هم په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په روانو تېریو باندې اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې لېرې کېږي.

"په خاصه توګه مېرمنو ته، مونږ ګورو چې په سیستماتیک ډول له ټولنیزو فعالیتونو څخه لېرې کېږي. هغوی خپل فرهنګي حقونو ته، ټولنیزو حقونو ته،‌ سیاسي حقونو ته، د کار تعلیم او تحصیل حق ته نه پرېښودل کېږي. دغه ډول د ګرځېدو راګرځېدو حق، د مصونیت حق، د بیان د ازادۍ حق نه لری.‌ دې ته توپیر هم نشو ویلی ځکه دا د حاکمې ډلې لخوا دی. دوی په سیستماتیک ډول له صحنې نه ویستل کېږي او د جنسیت پر بنا دوی له خپلو حقونو څخه محرومېږي."

د کانفرانس یوې بلې ګډونوالې، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیلې نجیب په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د حقاني شبکې لخوا مدرسې جوړېږي.

"د حقاني مدرسو جوړېدل واک ته د طالبانو د راتګ په دریمه میاشت پیل شوي او دا نه یواځې د افغانستان په جنوب، بلکه په مرکز او شمال کې هم جوړېږي او حتې ښځې ورته هڅول کېږي چې ولاړې شي، خو همدې مدرسو به په پاکستان کې ترهګر روزل."

د کانفرانس بل ګډونوال افغان ډپلوماټ او په واشنګټن کې پخواني افغان کونسلر صفي الله دلاور ډیوې ته وویل، چې د غونډې اساسي موخه دا ده چې هغه غږونه نړیوالو ته ورسېږي چې خپله له افغانستان څخه یې رسېدل دا مهال ناشوني دي.

په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخوانی کونسلر صفي الله دلاور
په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخوانی کونسلر صفي الله دلاور

"د دې کانفرانس ته موخه دا ده چې ټول په یو غږ باندې په هغو چارواکو باندې چې فعلا په افغانستان باندې حاکم دي او دغه راز په خاصه توګه په نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړي چې افغانستان باید هیر نشي. د افغانستان دننه افغانان باید هیر نشي. د هغوی هغه کړکېچن حالت باید په یاد کې وساتي او هغه ته رسیدګي وکړي تر څو افغانان خپل هغه ابتداي اساسي حقوق چې دي هغو ته لاس رسۍ ومومي."

د کانفرانس په پای کې په یوې اعلامیه کې د ملګروملتونو د غړو هېوادونو، د ملګروملتونو د امنیت شورا او له اروپايي ټولنې څخه په دې خاطر مننه شوې چې د طالبان حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

په بیان کې ټینګار شوی چې د نړیوالې ټولنې دې سیاست ته دې دوام ورکړل شي تر څو په افغانستان کې یو قانوني او پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې ټول بشري حقونه او ډیموکراټیک ارزښتونه پکې خوندي وي.

په بیان کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره په یو دریمګړي‌ هېواد کې د لویې جرګې جوړېدل هم غوښتل شوي چې د افغانانو ترمنځ د تل پاتې سولې، سیاسي ثبات او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره معنی لرونکې خبرې پیل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG