لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان: چارواکي‌ وايي د کرونا وایرس ۳۸ ناروغان د هسپتال نه تښتیدلي


Corona virus in Afghanistan

په افغانستان کې د روغتیا چارواکو ویلي د هرات یو روغتون یا هسپتال نه ۳۸ ناروغان تښتیدلي‌ چې ښایي دغه ټول په کرونا وایرس اخته وو د ولایت د روغتون د قرنطین مرکز نه تښتیدلي.

وي او ای اشنا څانګې د هرات ولایت د صحت څانګې مشر یا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمناله خلې ویلي،‌ دغه کسانو د ګل / دوشنبې په ورځ شاوخوا څلور بجې په ډله ییزه توګه د هسپتال په کارکونکو برید کړی او د هرات روغتون یا هسپتال د قرنطین مرکز نه تښتیدلي.

ښاغلي تمنا زیاته کړې چې پدغو کسانو کې ۳۶ تنه سړي او دوه ښځې وې. دوي د قرنطین د مرکز شیشو ماتولو وروسته بهر راوتلي او ټول د هسپتال نه وتلي/ تښتیدلي دي.‌

د هرات د صحت څانګې یا عامه روغتیا مشر ویلي‌ یو ناروغه تن چې د دایکندي اوسیدونکی او د کرونا وایرس مثبت یا ناروغه دی هغه هم په تښتیدلو کسانو کې شامل دی. چ

خو د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د صحت د چارواکي دغه ادعا ردوي‌ او زیاتوي چې یو شمیر مریضان د روغتون د ډاکترانو په مشوره له هسپتالهرخصت شوي دي. اوس د هرات په روغتون کې په کرونا ۱۷ تنه اخته کسان په قرنطین کې دي.

د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت د چارواکو په وینا په هیواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر ۲۲ ته رسیدلی دی.

یادونه: د وي‌ او ای اشنا په مننه!

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG