مهاجرت نړیوال سازمان، ایي او ایم ویره ښکاره کړې ده چې د صحت د اسانیو د نشتوالي اؤ بې احتیاطۍ له امله افغانستان کې ګڼ شمېر خلک په کرونا وایرس اخته کیدای شي.
آی او اېم خپل یو راپور برابر کړی اؤ په هغې کې یې لیکلي چې سږکال دجنورۍ د میاشتې راهسې چې کرونا وباء پیل شوې تر اوسه دوه لکه ۷ا زره افغان وګړي دګاونډي هیوادونو پاکستان اؤ ایران څخه خپل هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.
رپورټ کې راغلي چې افغانستان کې د روغتیایې وسیلو کمښت دی. اؤ کوم کډوال چې بیرته له ګاونډیو هیوادونو ستانه شوي هغوی کې د زیاترو معائنات هم نه دي شوي اؤ ناروغان په قرنطینه کې هم نه دي ساتل شوي
دکډوالو په ستونزو نظر لرونکي دې سازمان خپل دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې افغان چاروکي وایي افغانستان کې د کرونا وائرس د تصدیق شوؤ ناروغانو شمیره ۳۰۰۰ نه اوښتې ده اؤ ۹۰کسان په دې وائرس مړه شوي دي.
د افغانستان ټوله آباتي د دېرش او پنځه دېرش میلینو ترمنځ اټکل شوې، او افغان چارواکي اندېښنه ښکاره کوي چې دافغانانو لخوا د احتیاط نه کولو له امله، کیدای شي د دې آباتۍ اتیا فیصده خلکو ته کروناوایرس ولګیږي او افغانستان دنړۍ دهاغو هیوادونو نوملړ ته ورغورځېدی شي چې کرونا وايرس تر ټولو زیات ځپلي وي.
ایي او ایم نومې سازمان د بیړني غبرګون دڅانګې یو تن مشر نکولس بشپ ویلي دا مهال افغانستان کې یوازې په اتو ځایونو کې د کرونا معائنات یا ټیسټونه کیږي اؤ د ټيسټونو په هر مرکز کې روانه د سلو څخه نیولې اؤ ا۱۰ کسان معائنه کیږي.
هغه وایي افغانستان د روغتیایي مامورینو اؤ د معائناتو د الاتو کموت سره هم مخ دی.
نکولس بشپ وایي هر څو که په هیواد کې ټولنیز بندیزونه پرځائ دي اؤ قرنطين مرکزونه هم جوړ کړل شوي دي خو دمقامي روایاتو اؤ اقتصادي کمزورتیا له امله خلک له کورونو بهر په وتلو محبوره دي.