لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عبدالله عبدالله د "گټلو" دعوې ته د اشرف غني ټیم غبرگون وښود


د ولسمشر محمد اشرف غني په انتخاباتي ټېکټ کې د ناېب څوکۍ ته نوماند امرالله صالح وایي دوی به چا ته اجازه ورنکړي چې د انتخاباتو په هکله د 'کوڅې د سر' قضاوتونه وکړي.

تر دې څو ساعته وړاندې، صدارتي کاندید عبدالله عبدالله په یو پرېس کنفرانس کې اعلان وکړ چې انتخابات یې گټلي او آینده حکومت به د هغه وي. د ډاکټر عبدالله له یاد اعلان وروسته، د انتخاباتو کمیسیون وویل چې کاندیدان دې پخپل سر ځانونه گټونکي نه اعلانوي، ځکه د گټونکي او بایلونکي د اعلانولو اختیار، فقط له انتخاباتي کمیسیون سره دی.

سربېره پر دې، تر اوسه لا رایې نه دي شمېرل شوي او نه هم دقیق معلوم دي چې څومره کسانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده. د معلوماتو په نشتون کې د یو کاندید لخوا پخپل سر د کامیابۍ اعلان، د انتخاباتي ضابطو خلاف ورزي گڼل کېدای شي.

د ډاکټر عبدالله له خبرو څو ساعته وروسته، د ولسمشر غني انتخاباتي ټیم رسمي غبرگون وښود. د ښاغلي غني په ټېکټ کې د نایب څوکۍ ته کاندید امرالله صالح په یو خبري کنفرانس کې وویل چې انتخاباتي ټیمونه دې "د کوڅې د سر" قضاوتونه نه کوي او "یوازېنۍ ادارې چې د انتخاباتو د گټلو او بایللو په اړه د منصفۍ قانوني حق لري، هغه د انتخاباتو او د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیونونه دي."

ښاغلي صالح پخپل ننني کنفرانس کې، له وي او اې سره د خپلې وروستۍ مرکې یادونه هم وکړه چې په کې هغه د ٧٠ـ٦٠ فیصدو د رایو گټلو دعوه کړې وه. صالح په وضاحت ورکولو سره وویل، دا خبره یې د امریکا غږ د خبریالې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ورڅخه یې د ده د اټکل پوښتنه کړې وه.

امر الله صالح وویل چې هغه د لومړنیو دلته او هلته معلوماتو پر بنسټ، او د څه دپاسه درې لاکهو رایو په ارزونې سره دا اټکل وکړ چې شپیته اویا فیصده رایه به د دوی ټیم گټلي وي.

خو دا یې هم نن په کنفرانس کې زیاته کړه چې: "زه ځان ته دا حق نه ورکوم چې د انتخاباتو قاضي شم او نه به بل چا ته اجازه ورکړو چې د کوڅې د سر قضاوتونه وکړي."

بل پلو د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون سکریټر مولانا عبدالله له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په انتخاباتو کې به لس کسان هم هر یو ځان گټونکی گڼي، خو اصلي گټونکی به د انتخاباتو کمیسیون اعلانوي.

په همدې حال کې نن ماښام د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم یو چارواکي نور رحمان اخلاقي یو ځایي ټي وي ته وویل چې دوی د گټلو اعلان نه دی کړی بلکې یوازې په انتخاباتو کې یې د خپل ټیم د ځای او وضعیت په اړه وضاحت ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG