اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ځانګړې استازې میرمن فرېډریکا موګریني ویلي، اروپايي ټولنه دافغانستان دسولې په پروسه کې خپل رول ترسره کولو ته ژمنه ده.
د دې ټولنې ځانګړي استازي له ولسمشر محمد اشرف غني سره د نهې، پرون مازدیګر دلیدو پرمهال وویل دسولې توافقنامې دپلي کیدو او دسولې دپلان پربنسټ به له افغان حکومت سره هراړخیزه همکارۍ کوي.
دارګ په بیان کې راغلي د اروپایي ټولنې استازي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې دافغانستان دسولې لپاره دسیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې به اروپايي ټولنه دافغان حکومت کومک کوي.
ولسمشراشرف غني داروپايي ټولنې استازې سره لیدنې پرمهال له افغان حکومت سره دسولې په برخه کې د اروپايي ټولنې د رول له ادا کولو مننه وکړه.
د جمهوري ریاست د خپاره شوي بیان ترمخه ولسمشرغني دسولې بهیر کې د اروپايي ټولنې رول مهم یاد کړاو وې ویل چې د دې ټولنې همکاري به د سولې پروسې په پریکړو مثبت اواغیزناک وي.
جمهوررئیس د افغانستان د سولې په برخه کې مېرمن فرېډریکا موګریني هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د سولې په برخه کې به د اروپایي ټولنې رول مهم او پر تصامیمو اغېزناک وي.