لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فراه ولایت په جگړه کې ١٠ افغان پولېس او اته طالبان وژل شوي


د افغانستان په غربي فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو سره جگړه کې ١٠ افغان پولېس او اته طالبان وژل شوي دي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي دغه جگړه د اتوار یا یک شنبې په شپه شوي ده چې پکې پنځه افغان پولېس زخمیان شوي هم دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند اقبال باهر امریکا غږ ته وویل چې نږدې ۲۵۰ وسله والو طالبانو د فراه د رود ولسوالۍ د فراه رود بازار، منډی، بازار منځ، د فراه رود پل او د د لویې لارې د کنډک په قرارګاه پوستو باندې پر یو وخت بریدونه وکړل چې د دواړو خواو ترمنځ جګړو د نن سهار پورې دوام درلود.

ښاغلي باهر وویل په دې جګړو کې لس افغان پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي

خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي په دې جګړو کې یوولس افغان پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي په دې جګړو کې اته طالبان هم وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بلخوا، امنیتي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندان څخه ۴۱ کسان ازاد کړیدي

په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۴۱ زندانیان يې ورڅخه ازاد کړي دي.

دغه چارواکي وايي افغان ځواکونو تیره شپه پر دغه زندان د نوزاد ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.

نوزاد د هلمند په شمال ۱۳۰ کيلو میترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له تیر یوه کال راهیسې د افغان حکومت له کنټرول څخه وتلې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په ازاد شویو زندانیانو کې ۲۰ تنه پوليس هم شامل دي.

ده زیاته کړه چې افغان ځانګړو ځواکونو د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو طالبانو پر زندان شپني عملیات کړي او خوشې شوي زندانیان يې اوس یوه نظامي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي دي.

د هلمند په شمال کې د وسله والو طالبانو د پراخ حضور له کبله ځايي اوسیدونکې وايي چې د د دغې ډلي ګڼ زندانونه شته چې په جګړه کې نیول شوي سرتیري او له حکومت سره د همکارۍ په تور تورن کسان په کې ساتل کیږي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په یوه لیږلي بیان کې پېښه منلې خو ويلي يې دي چې دوی په دغه زندان کې يې د جنايي پېښو په تړاو نیول شوي کسان ساتل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG