لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هلمند کې بم چاودنې نهه ملکي کسان وژلي


بلخوا طالبانو په لغمان ولایت کې دولت شاه ولسوالي نیولي. د وي او ای د رپورټ ترمخه ځايي اوسېدونکو او حکومي سرچینو په دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو د قبضې تصدیق کړی دی. رپورټونه وايي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ نه په شا شوي وو او څه مزاحمت یې نه و کړی

د افغانستان په هلمند ولایت کې د سړک د غاړي بم چاودنې لږ تر لږه نهه کسان وژلي او د دفاع وزارت ویلي د ملک په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو په ضد ورستي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ۱۷۸ طالب وسله وال وژلي.

بلخوا طالبانو په لغمان ولایت کې دولت شاه ولسوالي نیولي. د وي او ای د رپورټ ترمخه ځايي اوسېدونکو او حکومي سرچینو په دولت شاه ولسوالۍ د طالبانو د قبضې تصدیق کړی دی. رپورټونه وايي امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ نه په شا شوي وو او څه مزاحمت یې نه و کړی.

دا هم وېل کېږي چې د دولت شاه ولسوالي د نیولو وروسته طالبانو یوه حکومتي ودانۍ او ځینې دفاعي پوسټونه په او وسوزول.

د دفاع وزارت وویل د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو خلاف جاري عملیاتو امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۷۸ وسله وال وژل او د ۱۰۰ نه زیات یې زخمي کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان په جګړه کې ښکیل فریقېن اکثر یو بل ته د زیاتې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي چې په بې طرفه ډول تصدیق یې ممکن نه وي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته خپل بیان کې وویل د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالي د نیولو په مهال دوه ټېنکونه، يو پوځي موټر او په لوی مقدار کې ګوله بارود د طالبانو په لاس ورغلل. هغه وویل افغان پولیس او عسکر د سیمې نه وتښتېدل.

خو افغان دفاع وزارت وویل امنیتي ځواکونه د خپل حکمت عملۍ دلاندې په شا شوي او طالبانو ته یې درانه زیانونه رسولي دي.

په هلمند د سړک د غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه نهه ملکي کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت په علي شنګ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو په مقامي توګه د طالبانو سره د یوې میاشت دپاره ډز بندي کړې ده چې دا ډول ځايي خلک د غنمو فصل په امن کې ورېبدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د ډز بندۍ معاهده چې د مقامي مشرانو سره په شریکه لیکل شوي او طالبانو د سوشل میډیا دلارې خپره کړې، پکې وېل شوي د اور بند له امله به طالب علمان وکړی شي چې خپل سالانه امتحان وکړی شي. ډز بندي به د جون د ۲۱ نېټې پورې په ځای وي.

په مقامي کچه د اوربند د خبر نه وړاندې د رپورټونو ترمخه په علي شنګ کې څو هفتې جګړې کېدلې او طالبانو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر پوسټونه نیولي دي. وېل کېږي چې ځايي خلکو د اوربند هرکلی کړی دی او طالبانو د امنیتي ځواکونو یو شمېر عسکر خوشي کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي حکومت او نه هم طالبانو په علي شنګ کې د ډزبندۍ په رسمي ډول تصدیق کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG