لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هلمند کې جگړه، ٢٢ افغان پولیس او ٣٥ طالبان وژل شوي


تیره میاشت طالبانو د افغانستان په شمال کې پروت قندوز ښار ونیولو خو د څو ورځو جگړې ورسته، حکومتي ځواکونو طالبان د ښار نه اویستل. او د نهې یا سه شنبې په ورځ طالبان وویل دوي د ښار نه په مکمل توگه په شا شوي دي

د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د افغان پولیس او طالبانو په جگړه کې ٢٢ پولیس مامورین او ٣٥ طالب وسله وال وژل شوي دي.

د افغان حکومتي چارواکو د وینا ترمخه، د حکومتي ځواکونو او طالبانو په جگړه کې گڼ شمیر پولیس زخمیان شوي هم دي.

مامورین وايي طالبانو سره د امنیتي ځواکونو جگړه د هلمند په نوزاد اولسوالۍ کې شوې ده. دغه اولسوالي طالبانو دوه میاشتې وړاندې نیولې ده.

د نوزاد اولسوالۍ تر څنگ طالبانو د موسا قلعه اولسوالۍ په ځېنو برخو هم قبضه کړې وه خو مامورین وايي طالبانو د موسا قلعه نه په شا وتمبولی شو.

تیر کال د ډسمبر په میاشت کې نیټو لخوا افغانستان کې د جنگي کردار ختمولو ورسته وسله والو د هیواد په مختلفو برخو کې پرمختگ کړی او حکومتي امنیتي ځواکونو ته يي تلافات رسولې دي. خو طالبان نه دي کامیاب شوي چې په نیول شوو سیمو خپله قبضه د ډیر وخت پورې برقرار وساتي.

تیره میاشت طالبانو د افغانستان په شمال کې پروت قندوز ښار ونیولو خو د څو ورځو جگړې ورسته، حکومتي ځواکونو طالبان د ښار نه اویستل. او د نهې یا سه شنبې په ورځ طالبان وویل دوي د ښار نه په مکمل توگه په شا شوي دي.

XS
SM
MD
LG