د شورو په ورځ دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي مندوب په افغانستان کې دامريکا د سويلين کارروائيو څخه ددفاع کولو هڅه وکړه، خو داستازو دايوان دزياترو غړو درويې څخه دشکونو څرگندونه وشوه.
پوځي ماهران وائي په افغانستان کې دداسې حالاتو جوړولوچې مونږ ته قبول وي نور لس کلونه لگيدلى شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي رچرډ هالبروک په وکي ليکس ويب سائټ دامريکائي پوځ دزرگونو خفيه کاغذونو ښکاره کولو په غندنه کې دصدر اوباما او دامريکائي چارواکو ملگرتيا وکړه.
هغه وويل ماته په دې پوهيدل ؛گران دي چې کوم خلک په امريکا کې دخپلې څوکۍ لوړه کوي ، هغوي په دومره بهادرۍ سره څنگه ددې څخه سرغړونه کولى شي.
ددې ترڅنگ ښاغلي هالبروک دنورو خلکو په شان په دې خبره ټينگار وکړو چې ددغو کاغذونو څرگنديدو له امله کوم نوي انکشافات نۀ دي شوي.
اوباما انتظاميه ددغو کاغذونو په هکله انديښنه لري چې پکې په اشارې سره وئيل شوي دپاکستان استخباراتي اداره دطالبانو مدد کوي.
داستازو دايوانپه اپروپري ايشنز کميټۍ کې افغانستان کې دامريکا دسويلين اپريشنونو په هکله دنيوجرسي رياست ډيموکريټک غړي اسټيون روتهمن ، هالبروک څخه دهاغو تورونو په هکله وپوښتل چې پاکستان يو لوري ته دامريکا او بين المللي پوځونو او بل اړخ ته په افغانستان کې دطالبانو مدد کوي، ايا پاکستان دوه مخيزه لوبه کوي؟ هالبروک ددې په ځواب کې وويل مونږ دپاکستان پوځ او اينټلي جنس سروس سره په زياتو مهمو مذاکراتو کې مصروف يو او په دې لړ کې پرمختگ هم شوى خو هغه پوره نۀ دى.
داوريدنې په مهال هالبروک او دبين المللي پرمختيا لپاره دامريکا ايجنسۍ يو ايس ايډ ايډمنسټريټر راجيو شاه څڅه په افغانستان کې دسياسي بدعنوانۍ او دټيکس ادا کوونکو امريکايانو دپيسو خرڅ کولو په هکله گڼې پوښتنې وشوې.
هالبروک داستازو دايوان پينل ته په ياده کړه چې امريکا په افغانستان کې ولې موجوده ده؟، هغه وويل په افغانستان کې زمونږ دموجوديت وجه ديوولسم ستمبر پيښې دي او کۀ چرې په مونږ دغه بريدونه نۀ وى شوى نو مونږ به دنړۍ په دغه لرې پرته او سخته سيمه کې جنگ نۀ کولو.
ددې اوونۍ دووټونو څخه په ډاگه کيږي چې ددغه جگړې په سوال دډيموکريټک پارټۍ ترمينځ اختلافونه څومره سخته دي.
دسلو څخه زياتو ډيموکراټانو افغانستان ته دنورو امريکائي پوځيانو دليږلو لپاره دامرجنسي فنډنگ په خلاف ووټ ورکړو، صدر اوباما دنورو پوځيانو دليږدونې خواست دفرورۍ په مياشت کې کړى ؤ.
داستازو دايوان داپروپري ايشن کميټۍ چئيرمين ډيوډ اوبى وويل هغه دفنډنگ دقانون مسودې وړاندې کولو باندې مجبور دى خو هغه پخپله ددې په حق کې دووټ ورکولو لپاره راضي نۀ دى.
دافغان جگړې لپاره دنورو فنډونو دخواست په حق کې ٣٠٨ او په خلاف يې ١١٤ ووټونه واچولى شول ، يواځې ١٢ؤ ريپبلکنز ددې په خلاف ووټ ورکړو.
د افغان جگړې لپاره دمالي وسيلو په ورکړه د کانگرس غبرگون
د افغانستتان جگړې لپاره چې په بېړنې وسیلو د استازو په ايوان کې څنگه ووټونه ورکړل شول ترې څرگنديږي چې پخپله دهغوي په ډيموکريټک پارټۍ کې دصدر اوباما دتگلارې ملاتړ ختميږي.
1