لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد دی: ګېلپ نظر پوښتنه


په امریکا کې د یوې څیړنیزې ادارې ګېلپ د تازه نظر پوښتنې نتیجې ښايي افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد وو.

د ګېلپ څیړنیزه اداره وايي چې دوی د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ۱۵۲۰۰ کسانو سره د خبرو او مرکو په اساس دغو نتیجو ته رسیدلي. دوی د خپلو څیړنو موندنې د پنجشنبې په ورځ (نومبر۷) خپرې کړي.

د څیړنو مسولین وايي چې دوی په هر هېواد کې د ۱۰۰۰ کسانو پوښتلي چې پر خپلو پولیسو څومره باور لري، د شپې د تګ راتګ پر مهال خپل ځانونه څومره خوندي احساسوي او ایا په تېرکال کې پرې کوم برید شوی او یا لوټل شوي دي که نه؟

د دغو پوښتنو په اساس افغانستان له ۱۰۰ امیتازونو یا نومرو څخه ۳۸ وړي او په دې حساب له وینزویلا وروسته تر ټولو نا امنه هېواد ګڼل شوی.

د ګېلپ نظر پوښتنه ښايي چې یوازې په ۱۰۰ کې ۱۳ افغانان د شپې د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي احساسوي او ۲۲ سلنه افغانان بیا پر خپلو پولیسو باور لري.

د نظر پوښتې د شمېرو په اساس په پوښتل شوو افغانانو کې ۵۰ سلنو یا په سلو کې پنځوسو ویلي چې په ۲۰۱۸ کال کې غلو لوټلي او پېسې او مالونه یې ترې وړي دي. همدغه راز ۲۹ سلنو نورو بیا ویلي چې بریدونه پرې شوي دي.

د ګېلپ اداره وايي چې دوی له ۱۴ کلنو ورپورته خلکو سره خبرې او مرکې کړي چې ځینې یې مخامخ او ځینې يې د تیلیفون له لارې شوي دي.

د دغې نظر پوښتنې په اساس سنګاپور ۹۷، تاجکستان ۹۴ او متحده عربي اماراتو ۹۳ نومرې وړې او په دې ډول په نړۍ کې لومړی، دویم او درېیم امن هېوادونه ګڼل شوي دي.

د وي او ای اشنا په مننه!

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG