لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نیکولسن: طالبان د افغانستان جګړه نشي ګټلای


په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال جان نیکولسن
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال جان نیکولسن

په افغانستان کې د تېر یوکال په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتیا له امله وسلوال طالبان د جګړې په هېڅ ډګر کې نه دي بریالي شوي.

دغه خبره په کابل کې په هغې دوه ورځنۍ غونډه کې وشوه، چې

د افغانستان، پاکستان، قزاقستان، کرغیزستان، ترکمنستان او امریکا پوځي مشرانو په کې ګډون کړی وو.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر امریکايي جنرال جان نیکولسن د غونډې پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیا باندې باور څرګند کړ او وه یې ویل: (طالبان جګړه نه شي ګټلای.)

د غونډې پرمهال تر ټولو مهمه مسله د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاو لوړول و، تر څو د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې بریالي وي او ترهګر نور هم وځپل شي.

جنرال نیکولسن زیاته کړه، مونږ ټول نه غواړو چې په افغانستان کې ترهګر ځالې او پټنځایونه جوړ کړي.

جنرال نیکولسن د خپلو خبرو په دوام وویل: (هېڅ ترهګرې ډلې ته به په افغانستان کې پټنځایونه نه وي. مونږ به په هر هغه ځای کې پر دوی بریدونه وکړو چېرې چې یې ومومو.)

په غونډه کې د افغانستان د ۲۱۵ قول اردو قومندان جنرال تاج محمد وویل:

(دوښمن زمونږ په وړاندې ناتوانه دی. دوی له مونږ سره مخامخ جګړه نشي کولای. د دوی وړتیاوې ډیرې محدودې دي. دوی ځکه ځان وژونکي بریدونه کوي چې زمونږ سره جګړه نشي کولای.)

پوځي مشرانو یو ځل بیا په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې خپلې ژمنې بیا تازه کړې او د نشي توکو د قاچاقو د مخنیوي او د پولې پرسر په یو شمېر نورو مسلو یې سره خبرې وکړې.

د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې تګلارې تر اعلانېدو را وروسته دا ډول غونډه د لومړي ځل لپاره وشوه په کومه کې چې د سیمې پوځي مشران دې ته وهڅول شول چې امنیتي ننګونو ته په ګډه ځواب وه وايي.

ددغې سټراتېژۍ له مخې امريکايي بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکو د افغانستان په شمالي بدخشان ولایت کې د طالبانو په هغو روزنیزو کمپونو باندې هم بمباري وکړه کوم چې د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک لخوا یې ملاتړ کیږي.

د ترکستان اسلامي تحریک د چین په لویدیځ کې د ایغوریانو بیلتون غوښتونکې ډله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG