لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني په دویم ځل د ولسمشرۍ سوگند واخیست


د افغانستان صدر اشرف غني په دویم ځل صدارت ته د منتخب کېدو وروسته د گل، دوشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې، د زلمي خلیلزاد، د ناټو او اروپایي اتحادیې د استازو په شمول گڼ شمېر خارجي مېلمنو، د پارلمان د دواړو مجلسونو او د قضا د نظام د مشرانو په وړاندې، سوگند واخیست.

په تېرو انتخاباتو کې د بریالیتوب وروسته، اشرف غني ته د افغانستان مشر قاضي محمد یوسف حلیم سوگند ورکړ.

د ولسمشر غني سیاسي رقیب عبدالله عبدالله پخپل سر په یوه بله دستوره کې د پارلمان د یوه پخواني غړي په لاس سوگند اخیستی او ځان یې ولسمشر نومولی دی. د نوموړي په یاده دستوره کې امریکایي یا اروپایي استازي، او یا هم نور بهرني مېلمانه نه ترسترگو کېده، او نه ورته د اساسي قانون ترمخه، مشر قاضي سوگند ورکړی دی.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه پلویان په دواړو دغو دستورو کې برخه نه وه اخیستې.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې دغه دستورې ځنډول شوي وې ځکه چې امریکې د دواړو حریفانو ترمنځ د اختلافاتو کمولو دپاره سفارتي کوښښونه کول خو د څو گنټو د ځنډ وروسته دغه دستورې ترسره شوي.

د اشرف غني د سوگند پورته کولو په دستوره کې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر سکاټ ملر هم شرکت وکړو. دغه دستوره په قامي کچه په ټېلې وژن وښودل شوه.

تېره میاشت د افغانستان د انتخاباتو کمېشن اشرف غني د سپټمبر په ٢٨ نېټه شویو صدارتي انتخاباتو کې بریالی اعلان کړو.

خو عبدالله عبدالله د کمیشن اعلان د منلو نه انکار وکړ، د خپلې گټې اعلان یې وکړو، ویې وېل خپل حکومت به جوړوي او ویې وېل د انتخابي کمېشن تنیجه په درغلۍ بنیاد لري.

سیاسي مشران او عامو افغانانو په سوشل میډیا په اشرف غني او عبدالله تنقیدونه وکړل.

د افغانستان پخواني نایب خارجه وزیر حکمت کرزي وویل یو موټی خلک افغانستان کمزوري کوي. "د دوی گامونه د هغو خلکو بې عزتي کوي چې د زمونږ د قام د فاع دپاره یې تر ټولو لوې قریاني ورکړه ده."

تېره میاشت په قطر کې د امریکې او طالبانو د سولې لوظنامې د لاس لیک کېدلو وروسته، او د معاهدې دلاندې دا هفته بین الافغاني مذاکرات کېدونکي دي خو څېړونکي وايي د لوړې د متوازي دستورو له امله طالبانو سره د خبرو دغه بهېر متاثره کیدلی شي.

د کال ٢٠١۴ په صدارتي انتخاباتو کې هم اشرف غني او عبدالله عبدالله د خپلو خپلو گټو اعلان کړی وو خو د واشنگټن د منځگړیتوب دلارې دغه کړکیچ څو میاشتې وروسته حل کړی شو. اشرف غني ته د صدارت او عبدالله عبدالله ته د اجرائیه ریئس چوکۍ ورکړی شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG