لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وایي د خبرو نه مخکې ډزبندي، منطقي خبره نده


طالبانو له خارجي قواوو سره ډزبندي کړې، خو په افغان عسکرو حملې کوي
طالبانو له خارجي قواوو سره ډزبندي کړې، خو په افغان عسکرو حملې کوي

طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د بندېدو په اړه غوښتنې رد کړي دي او ویلي یې دي چې تر اوسه د جنګ نه یې بغیر بل انتخاب ندی پیدا کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې یو بیان خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې د طالبانو دریځ دا دی چې ژر تر ژره باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیله او بین الافغاني مذاکرات پیل شي، چې د هغه په وینا، "همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ ده".

طالبان اوس مهال له امریکایي عسکرو او ټولو نورو خارجي قوتونو سره، ډزبندي کړې او پر هغو حملې نه کوي، مګر په افغان عسکرو یې حملو ته زور وکړی دی.

د هېواد دننه او دباندې، افغان او نړېوالو چارواکو او تنظیمونو ټولو له طالبانو څو څو ځله غوښتي دي چې له افغان عسکرو سره دې هم ډزبندي وکړي او یا دې په تشدد کې کموالی راولي، خو د طالبانو ویاند داسې غوښتنې په کلکه رد کړي او لیکلي یې دي: " که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودریږي بیا خبرې وکړي، دا غوښتنه غیر منطقي ده. جګړه د دې لپاره ده چې تراوسه موږ بل انتخاب نه دی پيدا کړی".

طالبانو په دې نوي بیان کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خپور شوی، د هغې لوظنامې په عملي کېدو ټینګار کړی چې د فرورۍ په وروستۍ ورځ، د دوی او امریکاییانو ترمنځ د قطر په سرښار دوحه کې لاسلیک شو. طالبان همدا راز وایي چې د بین الافغاني خبرو د پیل نه مخکې دې افغان حکومت د دوحې د لوظنامې پر بنیاد، د دوی هغه پنځه زره بندیان خوشې کړي چې لېست یې افغان چارواکو ته سپارلی دی.

بل اړخ ته بیا د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د بین الافغاني مذاکراتو کیدو په اړوند دافغانانو او نړیوالې ټولنې هېلې مړاوې کړي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د صدر غني ویاند په ټویټر ولیکل چې طالبانو په دې وروستیو کې په ښارونو کې تشدد زیات کړی، په امنیتي ځواکونو او لویو لارو بریدونه کوي چې زیاتره پکې عام وګړي وژل کیږي.

هغه زیاته کړې چې طالبانو دهدفي وژنو لړۍ هم چټک کړې او دولتي مامورینو باندې بریدونه کوي چې دې عمل د بین الافغاني خبرو په اړوند دافغانانو اؤ نړیوالې ټولنې هیلو ته زیان رسولی دی.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا څلور زره کسان له قیده آزاد کړي دي. خو سرچینې وایي چې افغان دولت د ۵۰۰ هاغو طالب بندیانو دخوشې کولو نه انکارکړی چې په سترو بریدونو اؤ نورو جرمونو کې ککړ دي چې دې عمل دبېن الافغاني خبرو مخې ته خنډان راولاړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG