لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: طالبان دې جنګ بند کړي


د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن سره د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر څنګ د ملاقات وروسته، افغان صدر یوې خبري غوڼدې ته وویل طالبان باید د هېواد په سیاسي بهیر کې شامل شي
د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن سره د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر څنګ د ملاقات وروسته، افغان صدر یوې خبري غوڼدې ته وویل طالبان باید د هېواد په سیاسي بهیر کې شامل شي

د افغانستان صدر اشرف غني ویلي یو وارې بیا په طالبانو غږ وکړو چې جنګ دې بند کړي.

د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن سره د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تر څنګ د ملاقات وروسته، افغان صدر یوې خبري غوڼدې ته وویل طالبان باید د هېواد په سیاسي بهیر کې شامل شي.

د خبري غوڼدې نه وړاندې اشرف غني د عبدالله عبدالله ترڅنګ د صدر جوبایډن سره په وایټ هاوس کې ولېدل.

په دغه موقع صدر بایډن وویل که څه هم امریکا د افغانستان نه ځواکونه ستنوي خو د جنګ ځپلي هېواد سره به مرستو ته دوام ورکوي.

بلخوا، وایټ هاوس وویل سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې دپاره امریکې درې بېلین ډالر ټاکلي. د وایټ هاوس ترمخه د کال ۲۰۲۲ دپاره صدر بایډن د کانګرس نه درې اشاریه درې بېلین ډالر غوښتي دي.

صدر بایډن د اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د ملاقات په موقع وویل امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي خو "زمونږملاتړ نه ختمېږي" او واشنګټن به د افغان امنیتي ځواکونو او افغانستان سره پوځي، اقتصادي او سیاسي مرستو ته دوام ورکوي.

صدر بایډن وویل "د خپل اینده فېصله به افغانان خپله کوي، چې دوی څه غواړي؟"

صدر بایډن په افغانستان کې د تشدد د خاتمې غوښتنه هم وکړه او افغان صدر ته یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړو.

صدر بایډن افغان صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله په مخاطب کولو وویل دواړه ډیر مشکل کار کوي او په افغانستان کې د یوالي دپاره هلې ځلې کوي.

په خپل نوبت خبرو کې افغان صدر لومړی د هغو ۲۴۴۸ امریکايي عسکرو ته پیرزونې وړاندې کړې چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوي دي.

افغان صدر د هغو امریکايي عسکرو ستاینه هم وکړه چې د هغه په قول په عزت او افتخار یې نه یوازې د امریکې د تحفظ او ازادۍ بلکې د افغانستان د تحفظ او ازادۍ دپاره خدمات ترسره کړي دي.

صدر اشرف غني وویل امریکې په افغانستان کې د وینې او د پېسو قربانۍ ورکړي دي او د یو مشکور قوم په هیڅ یې هغه شکریه ادا کوي.

صدر اشرف صدر وویل افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ستنولو د صدر بایډن د فېصلې احترام او ملاتړ کوي.

اشرف غني وویل "مونږ د امریکې سره خپل تعلق کې نوي باب ته داخلېږوو چېرته چې به د امریکې سره همکاري د شریکو مفاداتو په لړ کې جامع وي."

افغان صدر په هېواد کې یوالي ژمنه وکړه او ویې وېل د قربانۍ او د اتحاد په جذبه به د ملک دفاع کوي. هغه زیاته کړه چې هم د جمعې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو د ملک په شمال او جنوب کې شپږ ولایتونه بېرته ونیول چې د ښايي امنیتي ځواکونه د افغانستان دفاع ته ژمن دي.

اشرف غنی افغان حکومت به د یوالي، عزم او د ملاتړ دلارې د موجوده وخت په مشکلاتو قابو ومومي.

د افغانستان نه د خارجي عسکرو وتلو کار په رسمي توګه د می میاشتې په لومړۍ نېټه پېل شوی چې وروسته د دغې په افغانستان کې د افغان امنیتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړو زور نیولی چې ورسره د امریکا په مشرۍ کې روانې د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو تر منځه د وړاندې نه په مزه روانو خبرو اترو ته نور زیان رسېدلی.‌

وسله والو طالبانو په نژدیو وروځو کې په افغانستان کې د ګڼو ولسوالیو د نیولو دعوې کړي او افغان حکومت او طالبانو بیا یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې هم کړي. په دغه تازه جګړو کې عام افغانان هم هغه شان د هیواد اوږدې جګړې دروند بار په سر وړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG