لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په کرکټ کې هند ته د ٢٥٣ هدف وټاکه


محمد شهزاد نن ډیر ښه وځلید
محمد شهزاد نن ډیر ښه وځلید

د کرکټ د ایشیا کپ (آسیا جام) په سوپرفور سیالیو کې نن افغانستان او هند سره مخامخ شوي دي او په لومړي میدان کې چې څو شیبې مخکې پای ته ورسید، افغانستان هند ته د ٢٥٣ هدف وټاکه.

په سر کې، ټاس افغانستان وگټه او د بیټینگ فیصله یې وکړه. که څه هم د ټیم د کپټان اصغر افغان په شمول، زیاتره افغان لوبغاړي په هیڅ او یا ډیرو لږو رنزونو اوټ شول، خو په لومړي میدان کې تر ټولو ښه، محمد شهزاد وځلید.

شهزاد وکړای شول په نننۍ لوبه کې سینچري پوره کړي او ټولټال یې ١٢۴ منډې جوړې کړلې. هغه پخپل وار ١١ څلوریزې او ٧ شپږیزې ووهلې. په دې سره یې د افغانستان ټیم له مځکې رااوچت کړ.

له شهزاد وروسته، تر ټولو زیاتې منډې بیا، محمد نبي جوړې کړې. محمد نبي وکړای شول خپله پنځوسیزه پوره کړي او بیا په ٦۴ منډو اوټ شو.

که څه هم هند یو ډیر پیاوړي ټیم گڼل کیږي، خو پر سوشل میډیا باندې د افغان ټیم مینه وال ډیر خوشبینه ښکاري. هغوی وایي چې د ٢٥٣ منډو هدف، ډیر غوره هدف دی او دا امکان لیرې نه دی چې افغانستان دې دا لوبه وگټي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG