لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ پرانیسته وشوه


افغان صدر اشرف غني او د ایران صدر حسن روحاني د رېل د پرانېستې دستورې ته وآنا وکړې او د دواړو ملکونو ترمنځ د رېل کرښه یې د تاریخي اهمیت پرمختګ وبللو
افغان صدر اشرف غني او د ایران صدر حسن روحاني د رېل د پرانېستې دستورې ته وآنا وکړې او د دواړو ملکونو ترمنځ د رېل کرښه یې د تاریخي اهمیت پرمختګ وبللو

افغانستان او ایران د دواړو ملکونو ترمنځ د رېل ګاډې د پټلۍ پرانیسته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه چې دواړه ګاوڼدي ملکونه وايي په سیمه کې به تجارت او اقتصاد ته وده کوولو کې مرسته وکړي.

افغان صدر اشرف غني او د ایران صدر حسن روحاني د رېل د پرانېستې دستورې ته وآنا وکړې او د دواړو ملکونو ترمنځ د رېل کرښه یې د تاریخي اهمیت پرمختګ وبللو.

د رېل دغه ۲۲۵ کلومېټره اوږده کرښه به د ایران خواف او د افغانستان هرات ښارونه د یو بل سره وتړي.

په افغانستان کې د سرمایه کارۍ د پرمختګ دپاره د حکومتي ادارې مشر عطاالله نصیب انټرنېټ دلارې د ایران سره د رېل پټلۍ د پرانیستلو دستورې ته وویل چې افغانستان اوس د رېل په زریعه نه یوازې د چین بلکې د ایران او د ایران دلارې یورپي ملکونو سره نښلول شوی دی. هغه وویل افغان تجاران به ایران دلارې یورپي ملکونو سره د رېل په زریعه تجارت کولی شي.

عطاالله نصیب وویل د رېل د پرانېستې په نتیجه کې به د افغانستان اقتصاد وده ومومي او د سیمې په ثبات کې به اهم کردار ادا کړي.

افغان صدر اشرف غني او د ایران صرد حسن روحاني هم د رېل د پرانېستل کېدو دستورې ته وېناګانې وکړې.

په دې موقع د افغانستان څخه یو مال ګاډی د ایران او بل د ایران څخه د افغانستان په لورې روان شو.

حسن روحاني د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل شروع کېدل یوه تاریخي ورځ وبلله او وه یې وېل د امریکايي بندیزونو له امله د اقتصادي مشکلاتو باوجود یې افغانستان سره د رېل پټلۍ کار سر ته ورسولو.

صدر اشرف غني هم ایران سره د رېل ګاډي د شروع کېدو هرکلی وکړو او وه یې وېل دا نه یوازې د افغانستان او ایران بلکې د ټولې سیمې دپاره تاریخي او اهمه منصوبه ده.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۷۰۰ مېلین ډالرو مالیت د رېل پټلۍ په منصوبه په کال ۲۰۰۷ کې کار شروع شوی و او د ایراني مامورنیو ترمخه د دواړو ملکونو ترمنځ په رېل ګاډي کې به هرکال یو مېلین مسافر سفر کوي او د دواړو ملکونو ترمنځ به شپږ مېلین ټنه سامان انتقالوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د رېل منصوبي دپاره زیات مالي وسایل ایران مهیا کړي دي چې هدف یې کابل سره اقتصادي کومک کول دي. رپورټ وايي د پاکستان نه پس افغانستان د ایران سره زیات تجارت کوي. د رپورټ ترمخه پاکستان هم د رېل خپلې پټلۍ افغانستان ته غځول غواړي.

څېړونکی طارق فرهادي وايي تجارت د سیمې په ثبات کې هم کردار ادا کولی شي.

فرهادي چې د افغان حکومت مشیر او په نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف کې هم پاتې شوی، وویل ایران سره د رېل دلارې افغانستان وچه مېوه او سنګ مر مر ازربایجان او ترکي ته هم رسولی شي او د ایران دپاره تاجکستان، کرغستان او د منځنۍ اېشیا نورو ملکونو سره د تجارت لارې پرانېستلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG