لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د داعش په نامه بریدونه طالبان او حقاني کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کابل د ورستیو اونیو ځانمرګي بریدونه د داعش ډلې په نوم طالبانو او د حقاني شبکې ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال راد منش وي او اې ډیوه ته ویلي، د حقاني شبکه غواړي د داعش په نامه له دې ډول بریدونو سره د سیمې له استخباراتي کړیو لکه روسیې او ایران څخه مرستې راخپلې کړي.

(داعش ډله هغه ډول فعالیتونه نه شي کولای څرنګه چې یې د حقاني شبکه او طالبان کوي. د ځینو خلکو لخوا د دوي د ځواک او قدرت په برخه کې تبلیغات کیږي ترڅو دوي ځواکمن و ښايي او د سیمې د استخباراتي کړیو څخه پرې مرستې راخپلې کړي خو په اصل کې دا هماغه طالبان او د حقاني شبکه ده)

ښاغلي راد منش زیاته کړه چې داعش هم د ډیورنډ د کرښې له هاغې غاړې افغانستان ته راوړي، تورې جامې اغوندې او تور بیرغ ګرځوي او بیا ځان ته داعش وايي.

ده دا هم وویل، هغه کسان چې په افغانستان کې د داعش په نامه فعالیت کوي د عراق اوسوریې له داعش ډلې سره هېڅ ډول اړیکې نه لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح هم ویلي دي، چې په افغانستان کې د داعش ډله د طالبانو او د حقاني شبکې پخواني غړي دي چې کله د طالبانو او کله د داعش په نامه بریدونه کوي.

وسلوالو طالبانو او د پاکستان حکومت تر اوسه پورې پدې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال د افغان حکومت دا ادعا مني او زیاتوي:

(د امریکا لخوا په پاکستان باندې د طالبانو پرسر فشارونه زیات شویدي او له همدې امله د حقاني شبکه او طالبان دې ته اړ ایستل شویدي چې خپل فعالیتونه د داعش په نامه اعلان کړي تر څو پاکستان یې ظاهرا له مسولیت څخه ځان وباسي.)

خو دی وايي چې داعش لا تر اوسه هم په افغانستان کې په یوې داسې ډلې باندې نه ده بدله شوې چې حکومت او ولسي خلک دې ترې اندېښنه ولري.

دا پداسې حال کې ده چې د داعش ډلې پرضد د افغانستان په ختیځ کې پوځي عملیات پر مخ روان دي چې په ترڅ کې یې یواځې په تېره یوه میاشت کې د داعش ۱۱۸ کسان وژل شویدي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لیوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګین ویلي، دا پوځي عملیات د ننګرهار ولایت په اچین، هسکې مېنې، چپرهار، خوګیاڼو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ترسره شویدي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو او شاخوا سیمو کې د طالبانو او داعش ترمنځ یو شمېر جګړې هم شویدي چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

اخوا د غزني ولایت سیمه یزو چارواکو تېره ورځ وویل، یو شمیر نقاب اغوستونکو کسانو، چې ځانونه يې د داعش ډلې غړي بلل، د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره همکاري و نه کړي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوال صاحب‌خان الهام امریکا غږ اشنا ته وویل، داعش ډلې پورې تړلو دغو کسانو په یو لیک کې د قره‌ باغ اوسیدونکو ته ګواښ کړی، چې که له طالبانو سره همکاري وکړي نو سرونه به یې غوڅ کړي.

هغه زیاته کړه، په دغه لیک کې له خلکو څخه غوښتل شوې، چې خپل اولادونه د طالبانو له لیکو څخه وباسي او د داعش په ډله کې دې د ګډون لپاره دوی ته واستوي.

افغان او امریکايي چارواکو تل ویلي دي چې طالبان او د حقاني شبکه د پاکستان په خاوره کې خپل پټنځایونه لري او د پاکستان لخوا ورسره مرسته کیږي له همدې امله د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پاکستان باندې پدې ورستیو کې خپلې مرستې هم بندې کړیدي.

خو د افغان سیاسي کارپوهانو په وینا دا به وروسته روښانه شي چې داعش هم د طالبانو او د حقاني شبکې په څېر د پاکستان یوه نوې پروژه ده چې د طالبانو په نه شتون کې به پرې خپلې ګټې خوندي کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG