لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش په بغلان کې د ماینونو په پاکوونکو حمله منلې


د هېلو ټرسټ د مطبوعاتو څانګې مېنېجر لوي واهان په حمله کې په هدف شوي د ادارې په کېمپ کې ۱۱۰ کارکونکي موجود وو، د ورځې کار یې ختم کړی و چې نامعلومه کسانو پې ډزې شروع کړې

داعش وسله والې ډلې د افغانستان په بغلان ولايت کې د ماينونو پاکولو غېر حکومتي تنظیم "هېلو ټرسټ" په دفتر د بريد ذمه واري په غاړه اخیستې ده. په حمله کې د ادارې لس کارونکي وژل شوي او د 14 پورې ټپيان شوي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه داعش خراسان ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته جاري شوي خپل بیان کې وویل حمله کوونکو تر ۶۰ پورې کسان وژلي او زخمیان کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت وياند طارق ارين په ټویټر په بغلان کې د حملې زمه وار طالبان بللي وو خو طالبانو په حمله کې د ککړتیا خبره رد کړې ده.

ای پي خبري اداره په خپل رپورټ‌ کې وايي د بغلان په حمله کې ژوندي وتونکو د بیانونو ترمځه حمله کوونکي د هزاره قام کسانو په لټون کې وو چې زیارتره د شیعه مسلک منونکي دي. خو ای پي وايي په شمالي افغانستان کې مېشته زیاتره هزاره سنیان دي.

د بغلان په حمله کې په پښه زخمي شوي تن شیخ‌ محمد ای پي ته وویل مسلح کسانو د ماین پاکۍ کارکوونکي دوو کوټو ته بوتلل او بیا ترې پوښتنې شروع کړې چې "په تاسو کې هزاره څوک دی؟ او په تاسو کې کوم یو د مرتدو طالبانو سره کار کوي؟"

په حمله کې بل بچ پاتې شوي کارکوونکي محمد ظریف ځینې کارکونکي د حملې نه په وتلو کې کامیاب شوي وو او ځايي خلکو یې مرسته وکړه او په حمله کوونکو يې ډزې وکړې.

ای پي وايي داعش د شیعه مسلک منونکو او طالبانو په ضد جنګیږي او د بغلان په حمله کې په وژل شویو کسانو کې درې د هزاره قام غړي وو.

د هېلو ټرسټ د مطبوعاتو څانګې مېنېجر لوي واهان په حمله کې په هدف شوي د ادارې په کېمپ کې ۱۱۰ کارکونکي موجود وو، د ورځې کار یې ختم کړی و چې نامعلومه کسانو پې ډزې شروع کړې.

دغه حمله د نهې، سه شنبې، په ماښام د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې وشوه.

XS
SM
MD
LG