لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: پوځ ته تسلیم شوي داعش وسله وال به محاکمه کیږي


د افغانستان اجرائیه رئیس، ډاکټر عبدالله، وایي چې د داعش جنایتونه ټولو ته څرگند دي
د افغانستان اجرائیه رئیس، ډاکټر عبدالله، وایي چې د داعش جنایتونه ټولو ته څرگند دي

د افغانستان اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د گل ـ دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په اونیزه ناسته کې په دې خبرې تینګار وکړ چې په جوزجان ولایت کې پوځ ته له تسلیم شویو داعش وسله والو سره دې د جګړې د اسیر شویو کسانو په څیر چلند وشي.

عبدالله عبدالله ویلي د داعش وسله والو لخوا له عام ولس سره شوي بشري جنایتونه څرګند دي او هیڅوک د هغوی پر شویو جرمنوو سترګې نه شي پټولی.

اجراییه رئیس زیاته کړه: «په شمال کې پوځ ته داعش جنګیالو تسلیمیدل په دې معنی نه ده چې د هغوی شوي جنایتونه به له پامه غورځل کیږي، له دوی سره دې د بشري او ټولو انساني حقونو په رڼا کې، د جنګي اسیرانو په څیر چلند وشي.»

همداراز د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له امنیتي ادارو وغوښتل چې د تسلیمي د څرنګوالي په تړاو له وسله والو جنگیالیو سره کیدونکي چلند ته پاملرنه وشي.

هغه وویل چې د تسلیم شویو ترهګرو سره د هغوی جنایتونو ته په پام سره، د امنیتي تعقیب لاندې باید چلند ترسره شي.

په جوزجان ولایت کې د ملي پوځ ځواکونو ته د داعش د لسګونو جنګیالیو له تسلیمیدو وروسته، د همدې ولایت خلکو پر افغان حکومت غږ وکړ چې د داعش ډلې په کسانو دې عدالت پلی شي.

خو د هیود اجراییه رئیس نن د وزیرانو شورا په ناسته کې عام ولس ته ډاډ ورکړ چې د داعش ترهګرۍ ډلې تسلیم شوي کسان به محاکمو ته سپارل کیږي او له هغوی سره به د شویو بشري جنایتونو حساب کتاب کیږي.

ډاکتر عبدالله په داسې حال کې د داعش تسلیم شویو جنګیالو د محاکمه کیدو ژمنه وکړه چې په دې وروستیو کې د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو ویلي داعش ډلې په افغانستان کې ستر بشري جنایت ترسره کړي او له همدې مله دې د دې ډلې تسلیم شوي کسان دې په عدلي اوقضايي ادارو کې محاکمه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته دافغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال رادمنش امریکا غږ ډیوې ته ویلي و چې په جوزجان کې افغان پوځ ته تسلیم شوي داعش وسله وال، ملکي ادارو ته سپارل شوي او په وینا یې اوس قضايي ادارې مسئولیت لري چې د هغوی پرضد څه ډول اقداما ت ترسره کوي.

رادمنش زیاته کړه:«مونږپه دفاع وزارت کې نظامي محکمې لرو، خو دا یوازې د ملي اردو لپاره دي او د تسلیم شویو داعش وسله والو په اړه زمونږ مسئولیت خلاص شوی. هغوی مو ملکي ادارو ته وسپارل. دا چې اوس د قانون له مخې له هغوی سره څه ډول چلن باید ترسره شي، ملکي محاکمو او د قضايي ادارو دنده ده نه د پوځ.»

دیاده ونې وړده چې تیره اونۍ دافغانستان دجوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنه داعش وسله وال له جګړې پرته له خپلو وسلو او د کورنیو له غړیو سره د ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

افغان پوځ ته د داعش ډلې دتسلیم شویو جنګیالیو مشر له رسنیوسره په خبرو کې ویلي له تسلیمیدو وړاندې ځايي امنیتي چارواکو ورسره د ژوند د خویتوب ژمنه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG