لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبرلایانو معلوماتو ته په رسايي د حکومت د قدغنونو غندنه کړې


 د مطبوعاتي د ازادۍ په لړ کې د ار اېس اېف د کال ٢٠١٩ د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې افغانستان په ١٢١ درجه ولاړ دی. د کال ٢٠١٨ په مقابل کې افغانستان درې درجې لاندې تللی دی. د ادارې ترمخه، په ٢٠٠١ کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته، ٢٠١٨ په افغانستان کې د خبریالانو ترټولو خونړی کال و
د مطبوعاتي د ازادۍ په لړ کې د ار اېس اېف د کال ٢٠١٩ د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې افغانستان په ١٢١ درجه ولاړ دی. د کال ٢٠١٨ په مقابل کې افغانستان درې درجې لاندې تللی دی. د ادارې ترمخه، په ٢٠٠١ کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته، ٢٠١٨ په افغانستان کې د خبریالانو ترټولو خونړی کال و

د افغانستان د مطبوعاتي ادارو یو شمیر خبریالانو حکومت ته په یو خط کې په هغو قدغنونو ټوکونه کړي دي چې د خبریالانو په قول حکومت معلوماتو ته د رسايي په لاره کې پرځای کړې دي.

خبریالانو د دغه خط ځینې برخې په کابل کې په هغه ځای کې په یوه غونډه کې ولووستې چرته چې به د خپلې دندې په لړ کې د وژل شویو خبریالانو په یاد کې یو مینار جوړول کېږي.

خط کې وېل شوي چې معلوماتو ته د رسايي په اړه افغانستان "په شا" تللی دی. "د دې باوجود چې افغانستان د خبریالانو دپاره په خونړیو ځایونو کې یو دی، افغان مطبوعات په سیمه کې تر ټولو ازاد دي...خو د حکومت بې پروايي دا کامیابي د خطر سره مخامخ کوي چې په گرانه ترلاسه شوې ده."

خط وايي د افغان حکومت په ټولوې څانگو کې معلوماتو ته په رسايي قدغنونه دي خو سپریم کورټ، یا ستره محکمه، د څارنوال یا د مشر حکومتي وکیل، ملي امنیت، د صدر دفتر، خارجه وزارت، د خزانې وزارت، مرکزي بېنک، د فاع وزارت او په ځینو نورو حکومتي ادارو کې دا قدغنونه لا نور هم زیات دي.

په خط کې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د مطبوعاتو د ملاتړ ادارو نه غوښتنه شوي ده چې په افغانستان کې معلوماتو ته په ازاد ډول د رسايي، مطبوعاتو د ازادۍ او جمهوریت دې په کلکه حمایت وکړي.

د افغان صدر اشرف غني ترجمان صدیق صدیقي وویل حکومت د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دی او په دې لړ کې خنډان لرې کولو ته تیار دی.

په کابل کې د وي او ای اشنا څانگې سره مرکه کې د صدر اشرف غني بل ترجمان دوا خان مینه پال ووېل افغان خبریالانو ته پکار دي چې معلوماتو د رسايي په لړ کې د خنډانو په اړه نور شواهد پېښ کړي. هغه وویل دې لړ کې د ضاحتونو ضرورت دی. هغه وویل خبریالانو معلوماتو ته د رسايي په لړ کې د ورستي کلونو ذکر کړی دی خو دا نه ده معلومه چې دا یو، دوه، درې یا تېر ١٠ کلونه دي. هغه وویل حکومت تیار دی چې خبریالانو سره د هغوی په مسلو خبرې وکړی.

د افغانستان د ویسا ورځپاڼې مدیر زبیر شفیقي وویل حکومت باید چې معلوماتو ته د رسايي په اړه خپلو تگلارو عملي کوولو ته پام وکړي. هغه وویل معلوماتو ته د رسايي په لاره کې دا مشکلات په افغانستان کې د مطبوعاتو د ترقۍ مخه نیسي.

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز، ار اېس اېف، په افغانستان کې نماینده رضامعیني معلوماتو ته په رسايي د حکومت بندیزونه د منلو وړ خبره نه ده. "دا د ریاست ذمه واري ده چې د خبریالانو دپاره معلوماتو ته په ازاده ډول رسايي یقیني کړي."

راس وېلسن په کابل کې د امریکې د سفارتخانې مسول دی، د ټوېټر دلارې یې وویل معلومات ته رسايي د ټولنې په ازادۍ او شفافیت کې مرکزي کردار ادا کوي او ولس د حکومتي ادارو د کار نه خبروي. "افغان جمهوریت د مضبوطوولو دپاره پکار ده چې مامورین د پرېس سره همکاري وکړي."

د مطبوعاتي د ازادۍ په لړ کې د ار اېس اېف د کال ٢٠١٩ د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې افغانستان په ١٢١ درجه ولاړ دی. د کال ٢٠١٨ په مقابل کې افغانستان درې درجې لاندې تللی دی. د ادارې ترمخه، په ٢٠٠١ کې د طالبانو د واک نسکورېدو وروسته، ٢٠١٨ په افغانستان کې د خبریالانو ترټولو خونړی کال و.

یادونه: اکرام شنواري په کابل کې د وي او ای اشنا څانگې خبریال دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG