لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحرایي عدالتونو په افغانستان کې اندېښنې راولاړې کړي دي


واشنگټن ـ وروستو له هغه چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) باندې کابل ته څیرمه په یوه سیمه کې د صحرایي یا خپل سري عدالت یوه ویډیو راووته، د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د صحرایي محاکمو په زیاتیدو اندیښنه وښوده.

په هغې ویډیو کې چې د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې جوړه شوې وه، یوې ډلې کسانو چې ځان یې "مجاهدین" بلل، څلور نارینه او یوه ښځه یې د زنا مجرمان گڼي. البته داسې انگیرل شوې چې دغه پنځه کسه، د طالبانو لاس ته لویدلي و، ځکه طالبان خپل جنگیالي، "مجاهدین" بولي.

څلور نارینه چې په ویډیو کې کتل کیږي، او ښکاري چې وهل شوي او ټکول شوي هم دي، اقرار کوي چې د زنا د ترسره کولو په خاطر یې ښځه راوستلې وه، او بیا کلکې توبې وباسي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وویل چې خپلسري عدالتونه یا صحرايي محاکمې د سختې اندېښنې وړ دي، "او بیا په خاص ډول کله چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره شي".

قره باغ ولسوالي، چې کابل ښار ته نزدې پرته ده، د دولت په واک کې ده او پر کومې سیمې یې طالبان کنټرول نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند، بلال صدیقي، د امریکا غږ ته وویل: "په شلاقو (متروکو) وهل، سر غوڅول، وژل، او سنگسارول په افغانستان کې د صحرایي محاکمو په حکمونو کې راځي."

دغه کمیسیون په تیرو درېیو میاشتو کې د صحرايي محاکمو یا خپلسري عدالتونو لږترلږه درې پېښې رجسټر کړي دي. تیر کال، ټولټال اته داسې پېښې په افغانستان کې شوې وې.

افغانستان ته د ملگرو ملتونو د مرستې دفتر یا یوناما هم د صحرایي عدالت پیښې وغندلې. یوناما د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې: "د افغانستان له قضایي سیسټم نه بهر د جرمي کیسونو فیصله کول، کولای شي عدالت او د بشري حقونو درک ته خنډ پیښ کړي."

د بشري حقونو سازمانونو پر افغان حکومت هم انتقاد کړی چې گني د خپلسري محاکمو عاملین یې عدالت ته نه دي راکش کړي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل چې هغوی له حکومت نه غواړي چې په کلکو تدابیرو سره، د دغسې "غیرانساني" پېښو مخه ونیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG