لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:په کابل راکټي‌ بریدونه د وسله والو مخالفینو د کمزورتیا نخښه ده


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان دکابل د صدارتي ماڼۍ ترڅنګ د شوؤ راکټي بریدونو سخته غندنه کړې اؤ ویلي یې دي په مذهبي دستورو دغسې ناوړه بریدونه دماتې سره دمخ ذهینیتونو غمازي کوي.

د لویې اختر په لمړۍ ورځ(سه شبنه) د صدارتي محل تر څنګ په داسې حال کې ترهګرو راکټي بریدونه کړي چې افغان ولسمشر اشرف غني اؤ نور لوړ پوړي حکومتي مشران عیدګاه کې داختر نمونځ ته ورټول شوي وؤ.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان پخپل یو بیان کې دغه برید یو بزدلانه ګام بللی اؤ ویلي یې دي د امن دښمنانو غوښتل داختر خوشحالۍ په خلکو غم کړي چې دا یو دغندنې وړ عمل دی.

عمران خان په اقتدار کې د راتلو نه وړاندې ویلي وؤ چې دهغه حکومت به افغانستان سره دامن اؤ سولې په ټینګولو کې مرسته کوي.

وزیراعظم عمران خان هندوستان سره هم د ښو اړیکو په ټینګښت ټینګار کړی اؤ‌ ویلي یې دي چې راتلونکي کې دغوره پرمختګ دپاره به هند اؤ پاکستان ته خپلو کې دخبرو د لارې د کشمیر په ګډون د ټولو ستونزو هواری لټول وي.

په ټوئټر ښاغلي عمران خان ویلي دغربت ختمولو اؤ د سیمې د ولس د ژوند د کچې لوړولو تر ټولو اسانه لاره داده چې دخبرو دلارې شخړې هوارې اؤ‌ تجارت پیل کړل شي.

عمران خان دغه ټویټ وروسته له هغې کړی چې د هغه د لوړې دستورې ته دهندوستان نه پاکستان ته راغلي د هند پخواني کرکټر سدهو باندې هند ته په واپسۍ سختې نیوکي وشوې.

عمران خان پخپل ټویټ کې پاکستان ته په راتګ د سدهو مننه کړې اؤ ویلي یې دي هغه د امن د پیغام رسوونکي په توګه پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دلته ورته دپاکستان ولس بې کچه مینه ورکړې ده.

هغه ویلي هند کې چې کومو خلکو سدهو پسې تورې له نیزې ویستي هغوئ په اصل کې دسیمې په امن برید ته مټې رابډ وهلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG