لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل د چاودنې زمه واري طالبانو پرغاړه واخیسته


طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د دوی دوه ځانمرگي بریدگرو د گرین ویلیج مخې ته چادونې کړي او ورپسې یوه ډله وسله وال ځانمرگي گرین ویلیج ته دننه شوي دي او اوس هم جگړه روانه ده.

تر دې دمه د تلفاتو شمیر نه دی معلوم، خو طالبان دعوه کوي چې لسگونه کسان یې وژلي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن ماخوستن نږدې لس بجې، یوه سخته درنه چاودنه شوې ده. د افغانستان د داخله چارو وزارت ویاند پر خپل فیسبوک لیکلي چې دا، یو موټر بم چاودنه وه چې د کابل گرین ویلیج ته څېرمه شوې او ورسره په سیمه کې یو پمپ سټیشن هم اور اخیستی دی.
امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده او نور جزییات لا تر اوسه نه دي ویل شوي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د افغانستان دسولې دپاره د امریکا خاص استازی کابل ته تللی دی او هلته یې د افغان چارواکو سره د سولې په تړاو خبرې کړي دي.

بل پلو نن ماخوستن په کندهار کې هم د واده پر مراسمو چاودنه شوې ده. ویل کیږي چې بریدگر واده ته له ننوتلو مخکې پیژندل شوی او په نښه شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG