لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان صرافانوټولنه: کاروباري خلک پاکستانی کلدارې له ځان سره نه ساتي


کابل کې داسعارود تبادلې سترمرکز دسرای شهزاده دصرافانو د ټولنې ویاند محمد هاشم روضه يي امریکا غږ ډیوې ته ویلي کاروباري خلک پاکستاني کلدارې له دې امله له ځان سره نه ساتي چې ارزښت يې د ډالرو په مقابل کې په بې سارتوګه راټیټ شوی او لایې د راتیټیدو اندیښنه موجوده
کابل کې داسعارود تبادلې سترمرکز دسرای شهزاده دصرافانو د ټولنې ویاند محمد هاشم روضه يي امریکا غږ ډیوې ته ویلي کاروباري خلک پاکستاني کلدارې له دې امله له ځان سره نه ساتي چې ارزښت يې د ډالرو په مقابل کې په بې سارتوګه راټیټ شوی او لایې د راتیټیدو اندیښنه موجوده

دافغانستان سرای شهزاده د صرافانوټولنه وايي افغانستان کې د ډالرو په مقابل کې د پاکستانی کلدارو د ارزښت کمیدو کاروباي خلک اندیښمن کړي دي.

دې ټولنې ویلي په دې وروستیو کې د ډالرو په مقابل کې پاکستانۍ کلداره په بې ساري ډول راټیټه شوې او له همدې امله خلک پاکستانی کرنسی له ځان سره نه ساتي او په نور بهرنیو اسعارو یې تبادله کوي.

کابل کې داسعارود تبادلې سترمرکز دسرای شهزاده دصرافانو د ټولنې ویاند محمد هاشم روضه يي امریکا غږ ډیوې ته ویلي کاروباري خلک پاکستاني کلدارې له دې امله له ځان سره نه ساتي چې ارزښت يې د ډالرو په مقابل کې په بې سارتوګه راټیټ شوی او لایې د راتیټیدو اندیښنه موجوده.

نوموړي وویل پاکستان له ای ایم ایف یا نړیوال بانک څخه ۶ ملیارده ډالره قرضه اخیستې ده خود قرضې په مقابل کې به نړیوال بانک ته له ۱۵ څخه ۲۵ سلنه ګټه یا سود ورکوي، په ازاد بازار کې دپاکستان حکومت لاس وهنه،بې ثباتي،په قبایلي سیمو کې انامني، دا هغه لاملونه دي چې په پاکستانۍ کلدارویې تاثیرکړی او ډالرو په مقابل کې د کلدارو قیمت راټیټ شوی اونن چې زه له تاسو سره خبرې کوم یوډالرپه۱۵۱ کلداروبدلیده.

په دې وروستیو کې دپاکستان دمالیې او اقتصاد اړوند چارواکو هم د ډالرپه مقابل کې د روپۍ دارزښت دټیټیدوپه اړه اندیښنه ښودلې وه او لامل یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ډالرو قاچاق یاد کړی و.

خو په افغانستان کې دپیسو دتبادلې د سرای شهزاده مرکز دصرافانو د ټولنې ویاند محمد هاشم روضه له ډیوې سره په خبرو کې دا ادعا رد کړله.

نوموړي وویل "مونږزیات وخت له افغانستان څخه پاکستان ته د ډالرو دقاچاق له حالت سره مخامخ کیږو خوبرعکس پاکستان بیا ادعا کوي چې افغانستان ته یې ډالرقاچاق شوي دي،له پاکستان سره د اوږدې پولې د لرلو،هوايي ډګرونواوله تجارتي بندرونو دلارې ممکن د ډالرو قاچاق ترسره شي خو د دواړو هیوادونو د کشفي او امنیتي ادارو دنده ده چې دپیسو دانتقالونکي قاچاقبران ونیسي او محاکمه یې کړي."

دافغانستان صرافانو د ټولنې ویاند زیاته کړه د ډالرو په مقابل کې دپاکستانی کالدارو او د ایرانی تومنودازښت کمیدو له حالت څخه دافغانستان کرنسۍ هم متاثره شوې اودهیواد ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت هم پرافغانیو خپل منفي سیوری غوړولی دی.

روضه يي وویل "د افغانستان ۱۷ جنوبي اوختیځو ولایتونو کې راکړه ورکړه په کلدارو او ایراني تومنو کیږي چې دا هم دافغانیو د چلن مقدار کچه راکموي،شاوخوا ۲۲۰ ملیارده افغانی په ټول افغانستان کې لاس په لاس کیږي که چیرې په ۱۷ ولایتونو کې دکلدارو او تومنو پرځای او په ټول افغانستان کې ۵۰۰ ملیارده افغانیو باندې راکړه ورکړه ترسره شي دافغانیو ثبات پیاوړی کیږي."

روضه یي وایي دافغانستان تجارت بلانس متوازن نه دی،۱۰ سنله صادرات او ۹۰ سلنه واریدات لري دا وضعیت هم پرافغانۍ خپل منفی تاثیرات لرلی دی.

د پلازمینې کابل دصرافانوټولنې زیاته کړه نن د چهارشنبې یا بده په ورځ په افغانستان کې یوډالرپه۸۰ افغانی او ۵۰ پیسې او ۱۰۰۰ پاکستانی کلدارې په ۵۳۷ افغانی بدلیدې اودې ټولنې روان حالت هم اندیښمنونکی یاد کړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG