لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : کندهار کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي


د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلم ترمخه دغه شپږ واړه مړي په داسې حال کې موندل شوي چې سرونه پورې نه وو
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلم ترمخه دغه شپږ واړه مړي په داسې حال کې موندل شوي چې سرونه پورې نه وو

د کندهار د پوليسو ويان ضياالرحمان دراني وئيلي ، دغه کسان طالبانو په دې تښتولي وو چې دوۍ پوليس والا دي . خو نوموړي وئيلي دوۍ پوليس نه دې او شپږ واړه کسان عام وگړي دي .

راپورونو ترمخه کندهار کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي دي . د دغو کسانو په اړه وئيل کيږي چې دوۍ څو ورځې وړاندې تښتول شوي وو او نن يې مړي موندل شوي دي .
د کندهار د پوليسو ويان ضياالرحمان دراني وئيلي ، دغه کسان طالبانو تښتولي وو چې دوۍ پوليس والا دي . خو نوموړي وئيلي دوۍ پوليس نه دې او شپږ واړه کسان عام وگړي دي .
د کندهار ارغستان نومې ولسوالۍ چارواکو وئيلي ، مړي پوليسو ته د ارغستان اولسوالۍ سره څېرمه د تورې گاري په علاقه کې ترلاسه شوي دي .
د ارغستان ولسوال عبدالغني مسلم ترمخه دغه شپږ واړه مړي په داسې حال کې موندل شوي چې سرونه يي قلم کړی شوې وو.
راپورونو ترمخه د دغه پېښې پړه لا چا په سرنه ده اخيستې .
بل لور ته د خبرې ادارې اې پې ترمخه تېره ورځ کابل کې په شوي ځان مرگي بريد کې د مړو شمېره ۱۲ ته رسېدلې ده .
د افغانستان د داخله چارو د ويان صديق صديقي په وينا ، وژل شوؤ ۱۲ کسانو کې درې د ملي اردو غړي دي .
راپورونو ترمخه کابل کې د خالي په ورځ د هغې ځايې سره نزدې ځان مرگي بريد شوی وو ، چرته چې يوه اوونۍ وروسته د لويې جرگې غونډه کېدونکي ده .
د اې پي د رپورټ ترمخه طالبانو د دغه پېښې پړه په سر اخيستې ده .
راپورونو ترمخه د اتوار په ورځ د بلخ ايالت په مرستيال گورنر باندې ځان مرگې بريد شوی دی . د بلخ د پوليسو ويان شېرجان دراني وئيلي ، بريد کې گورنر روغ پاتې شوې ، او يو عام وگړی پکې وژل شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG