لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې۹ اعشاریه یومیلیون ماشومانو لپاره د پولیوضد کمپاین پیل شو


د افغان چارواکو په وینا په تیر۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ۲۹ ماشومان دپولیوپه ناروغۍ اخته شوي و چې له دې شمیر څخه یوازې۲۰ دپولیو مثبتې پیښې له جنوبي حوزې یا سویلي ولایتونو څخه راپور شوې وې
د افغان چارواکو په وینا په تیر۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ۲۹ ماشومان دپولیوپه ناروغۍ اخته شوي و چې له دې شمیر څخه یوازې۲۰ دپولیو مثبتې پیښې له جنوبي حوزې یا سویلي ولایتونو څخه راپور شوې وې

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي،دپولیو ۵ ورځنی کمپاین نن د دوشنبې په ورځ پیل شوی او د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د پنځو کالو کم عمر۹ اعشاریه یو میلیون ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي.

د روغتیا وزارت دپولیو دعامه پوهاوي د پروګرام مشر امیرجان راسخ نن د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وايي په بادغیس،بامیان،داکنډي اوغور ولایتونوماشومان دسړې هوا له امله دپولیو په دې اوسني کمپاین کې نه دي شامل.

نوموړي وویل:((دا کمپاین نن پیل شو او د جمعې ترورځې به دوام ولري اوموخه یې دا ده چې ۹ اعشاریه یو میلیون ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم دي دپولیو ضد څاڅکي واکسین ورکړل شي او د هیوا په ۳۰ ولایتونو کې عملي کیږي.))

د روغتیا وزارت وايي له ۹ اعشاره یو میلیون ماشومانو څخه شاوخوا ۲ میلیونه ماشومانو ته دپولیو ضد واکسین دامنیتي ستونزو له مله ورته نه شي سیدلی.

دپولیو پروګرام دعامه پوهاوي مشر امرجان راسخ وايي شاوخوا دوه میلیونه ماشومان چې زیاتره یې د جنوبي حوزې سیمو دي دپولیوواکسین څخه دمحرومیدو لامل یې د افغان حکومت وسله وال مخالفین دي.

هغه وویل:((دپولیو یو بې طرفه او غیرسیاسي پروګرام دی اود مرستې غوښتنه مو کړې ده،اود ډیرې مودې راهیسې مونږد سمې له مخورواو د ملګروملتونو اداروسره په اړیکه کې یو چې دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا کړي خو تردې دمه نه یوبریالي شوي ترڅو د وسله وال مخالفینو ترکنټرول لاندې سیمو کې کور په کور ماشومانوته دپولیوواکسین ورسیږي.))

د روغتیا وزارت وايي د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل سره تراوسه دپولیو کومه مثبته پیښه په افغانستان کې نه ده رامنځته شوې.

د افغان چارواکو په وینا په تیر۲۰۱۹ زیږدیز کال کې ۲۹ ماشومان دپولیوپه ناروغۍ اخته شوي و چې له دې شمیر څخه یوازې۲۰ دپولیو مثبتې پیښې له جنوبي حوزې یا سویلي ولایتونو څخه راپور شوې وې.

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې لاهم د ماشومانو ژوند دپولیوناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي په پاکستان کې دپولیود مثبتوپیښود شمیرزیاتوالی دافغانستان دماشومانوپه روغتیا هم منفي اغیزلري.

دپولیو دعامه پوهاوي دپروګرام مشر امریکا غږ ډیوې ته ویلي په ۲۰۱۹ کال کې دپولیو ۱۳۹ مثبتې پیښې او د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه تراوسه ۴ د پولیو تازه کیسونه په پاکستان کې ثبت شوي دي.

نوموړي وویل:((په پاکستان کې دپولیو مثبتو پیښو شمیر زیاتره پولې ته نږدې او قبایلو سیمو کې چې له افغانستان سره نږدې پرتې دې رامنځته شوي اود پولیوهرې مثبتې پیښې دافغانستان پرماشومانو هم اغیز کړی اود افغانستان دپولیو د ځیني پیښوجینیټکي وایرس تړاود پاکستان د پولیو پیښو سره تړلی دی.))

روغتیا وزارت چارواکو ویلي دافغانستان اوپاکستان دپولیو ټیمونو ترمنځ د کراس بارډراف کوارډینیشن په نامه همغږي لري او هره میاشت کې ناسته ترسره کوي او په هغوسیمو چې خلک او کورنۍ تګ راتګ کوي دپولیوڅاڅکو ورکولو لپاره ګرځنډه ټیمونه ځای پرځای شوي دي.

د افغانستان دپولیو دعامه پوهاوی پروګرام مشرامیرجان راسخ زیاتوي د ۵ کالو دکم عمرماشومانو په ګډون دزیات عمرلرونکو کسانو ته هم دپولیوڅاڅکي ورکول کیږي ترڅو دپولیو وایرس د انتقال مخه ونیول شوی خو له دې سره بیا هم ځیني فرعي لارې شته چې دخلکو په تګ راتګ سره د پولیو وایرس افغانستان ته انتقالیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG