لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د تشدد په ورستیو پېښو کې ۳۴ امنیتي عسکر او ملکي کسان وژل شوي


افغان صدر اشرف غني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وارې بیا قام ته په ټېلې وژن وېنا کې په طالبانو غږ وکړو چې تشدد نه دې لاس واخلي او امن مذاکراتو ته دې کښېني. هغه وویل افغان حکومت د خبرو په لاره کې ټول خنډان لرې کړي دي
افغان صدر اشرف غني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وارې بیا قام ته په ټېلې وژن وېنا کې په طالبانو غږ وکړو چې تشدد نه دې لاس واخلي او امن مذاکراتو ته دې کښېني. هغه وویل افغان حکومت د خبرو په لاره کې ټول خنډان لرې کړي دي

د افغانستان په بېلا برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو په جګړو او د سړک په غاړه د بم چاودېدو له امله چارواکي وايي لږ تر لږه ۳۴ امنیتي عسکر او ملکي کسان وژل شوي دي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايی په افغانستان کې د تشدد تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې په هیواد کې امن دپاره د امریکې په مشرۍ کې د بېن الافغان مذاکراتو شروع کوولو هلې ځلې که په مکمله توګه ودرېدلي نه دي خو د طالب قیدیانو د ازادولو په سر د سست روۍ ښکار شوي دي.

په تاخار ولایت کې د حکومت ترجمان وي او ای ته وویل په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې سحر د نمر خاته نه وړاندې وسله والو په یو امنیتي پوسټ حمله وکړه چې پکې ۱۴ عسکر ووژل شو او څلور نور زخمیان شول. شپږ نور امنیتي عسکر په ننګرهار ولایت کې د طالبانو په حملو کې ووژل شوو.

په ننګرهار کې د ولایتي حکومت ترجمان وویل په خوګیانو ولسوالۍ حمله کوونکو ته هم درانه تلفات اړول شوي دي.

طالبانو په یو بیان کې په خوګیانو د کې حملې ‌‌ذمه واري ومنله خو نور جزیات یې ورنکړل.

او په افغانستان کې په تشدد نظرساتونکي یوې ډلې وویل په لوګر او وردک ولایتونو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې شپږ طالب وسله وال وژل شوي دي.

په کندز ولایت کې مارټر او په غور ولایت کې د سړګ په غاړه د بم چاودېدو په پېښو کې اته ملکي کسان وژل شوي دي چې درې پکې ماشومان وو.

د افغانستان حکومتي مطبوعاتو وویل د کندز والي طالبان د راکټ په حمله تورن کړل خو د ځايي خلکو په وېنا افغان امنیتي ځواکونو دغه راکټ چلولی و.

افغان صدر اشرف غني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو وارې بیا قام ته په ټېلې وژن وېنا کې په طالبانو غږ وکړو چې تشدد نه دې لاس واخلي او امن مذاکراتو ته دې کښېني. هغه وویل افغان حکومت د خبرو په لاره کې ټول خنډان لرې کړي دي.

افغان صدر دا وه نه وېل چې ایا افغان حکومت به باقي پاتې ۳۲۰ طالب قېدیان ازاد کړي.

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې او طالبانو ترمنځ معاهدې دلاندې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب قیدیان او طالبانو به ۱۰۰۰ د حکومت قیدیان ازادول.

په افغانستان کې د تشدد رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې طالبانو د امریکې د دفاع وزارت د دې رپورټ تردید کړی چې د لوظ باوجود طالبانو د القاعده ډلې سره خپلې اړېکې نه دې ختمې کړي.
د طالبانو ترجمان ‌ذبیح الله مجاهد د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مطبوعاتو ته خپور شوي بیان کې د پېنټګان د رپورټ په اړه وویل داسې راپاروونکي رپورټونه افغانان د امن دپاره د امریکې په ارادو شک من کوي.

د امريکا د دفاع وزارت سرڅارونکي په خپل تازه رپورټ کې ويلي د امريکې سره د معاهدې باوجود طالبانو د القاعده سره نه يوازې نزدې اړيکي په ځای ساتلي بلکې په افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي خلکو يې شريکې حملې هم کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG