لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو د لوگر په ازره کې د خپلو وروستیو بمباریو څیړنه کوي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي د هغو الزاماتو څیړنه کوي چې گني د لوگر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د امریکایي الوتکو بمباریو، سیمه ییزو پولیسو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

ځایي افغان چارواکو ویلي چې په ازره ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه وه او په دې کې امریکایي پوځي جهازونه د افغان عسکرو د ملاتړ په خاطر ورورسیدلې، خو په تیروتنې سره یې د سیمه ییزو پولیسو پر یو مورچل بم واچاوه. دوی وایي چې په دې پیښه کې لږ ترلږه د سیمه ییزو پولیسو نهه تنه مړه او ١۴ نور ټپیان شول.

ناټو ځواکونو ویلي چې هوایي ځواکونو یې دا بریدونه د افغان ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي دي، خو دا چې څه مرگ ژوبله یې اړولې ده، په هکله یې څه نه دي ویل شوي. د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په جاري شوي بیان کې راغلي چې د پیښې د مرگ ژوبلې په اړه چې کومې دعوې شوي، په هکله به یې پلټنې وشي.

په همدې حال کې د لوگر ځایي ملکي چارواکو بیا ویلي چې په ازره کې د طالبانو او د خارجي قواوو په بریدونو کې، ټولټال ٣٢ تنه مړه شوي، چې دوه یې ملکي وگړي و، او ١٢ نور ټپیان شوي دي.

د لوگر د ولایتي شورا غړي، عبدالولي امریکا غږ ته ویلي چې خارجي ځواکونو پر دوو امنیتي چیک پاینټونو بریدونه کړي او په پایله کې یې ١٢ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې اته نور سیمه ییز پولیس، طالبانو وژلي دي.

د ازرې ولسوالۍ یو قومي مشر، حاجي خوشحال حسن امریکا غږ ته وویل چې په دې جگړې کې د ١٠ طالبانو مړي هم پر میدان پاته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG