لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل ځوانان: دارمان لوڼي ارمان به پوره کیږي


د غونډو ګډونوالانو دارمان لوڼي وژنه وغندله او دپاکستان خلاف او د لراوبرپښتونو دیوالي شعارونه یې ورکړل
د غونډو ګډونوالانو دارمان لوڼي وژنه وغندله او دپاکستان خلاف او د لراوبرپښتونو دیوالي شعارونه یې ورکړل

دپاکستان په بلوچستان صوبه کې د پي ټي ایم دمخکښ غړي ابراهیم ارمان لوڼي د وژل کیدو له پیښې وروسته د گل، دوشنبې، په ورځ داففانستان په ګڼوولایتونو کې افغان ځوانانو او بیلابیلو مدني ټولنو احتجاجي غونډې وکړې او د ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځونه یې ادا کړل.

د غونډو ګډونوالانو دارمان لوڼي وژنه وغندله او دپاکستان خلاف او د لراوبرپښتونو دیوالي شعارونه یې ورکړل.

دپښتون ژغورنې غورڅنګ په ملاتړپه جوړه شوې غونډه کې دملي تحریک مشر اسماعیل یون وویل چې د ارمان لوڼي ارمان به پوره کیږي او په افغانستان کې میشت ټول پښتانه دکوزنۍ پښتونخوا دولسونو له ټولو بشري حقونو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هرډول قربانیو ته چمتو دي.

نوموړي وویل دارمان لوڼي غمیزې د لراو بر دلوی افغانستان ولسونه یې وځورول اوښکې یې تویې کړې او تیرې دوه ورځې په ماتم کړې تیرې کړې خو دماتم نتیجه دا وه چې د لراو برلوی افغان ولس سره یوځای شو د دې شهید د وینې په برکت یوځای شو او دارمان ارمان به پوره کیږي.

دې غونډې ته ګن شمیردمدني ټولنو غړو اوافغان ځوانانو ویناوې وکړې او شکریې جلالزۍ وویل افغان ځوانان به په لراوبرکې له دې وروسته هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې دهغوی په حقونو لوبې وکړې.

جلالزی وویل مونږبه قرباني ورکړ، له خپلو سرونو څخه تیرو،خپله مبارزه به جاري ساتو، او مونږ به اجازه ورنه کړو چې په وزیرستان، افغانستان او تاریخي کندهار کې زمونږ په عزت او میړانه باندې لوبې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن دافغانستان په کندهار،لوګر،پکتیکا ولایتونو کې هم سلګونه ځوانان سره راغونډ شول د ارمان لوڼي دوژل کیدو پیښه یې وغندله او وروسته یې دغایبانه جنازې په مراسیمو کې برخه واخیسته.

پرون د یک شنبې په ورځ هم دافغانستان په سویلي خوست،ننګرهار او کنړ ولایتونو کې افغان ځوانانو دپروفیسرابراهم ارمان لوڼي د غایبانه جنازې مراسیم پرځای کړل او په سوله ییزو لاریونو او احتجاجي غونډو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حقونو د غوښتنې له سوله ییزو مدني حرکتونو څخه ملاتړ څرګند کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG