لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو په سرغړونې تورن افغان جګړه مار د پوځ اعلی درجه واخیسته


ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د درجې ورکولو پر مهال
ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د درجې ورکولو پر مهال

یو ځواکمن افغان جګړه مار ته چې د بشري حقونو د نورو سرغړونو ترڅنګ، د خپل د یو سیاسي رقیب په تښتولو او په هغه باندې جنسي تېري کولو باندې هم تورن دی، د شورو/چهارشنبه په ورځ په جوزجان ولایت کې د یوې ځانګړې دستورې په ترڅ کې، د پوځ اعلي درجه یعنې مارشالي ورکړل شوه.

عبدالرشید دوستم ته د پوځ د مارشالۍ درجې ورکول، د هغه توافق برخه وه چې د صدارتي انتخاباتو نه پس د جنجالونو په پایله کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ امضآ شو. د هغه توافقنامې له مخې، صدر اشرف غني دا ومنله چې عبدالله عبدالله ته د مصالحې د عالي شورا د مشرۍ ورکولو ترڅنګ، هغه ته د کابینې نیمه برخه هم ورکړي او تر څنګ به یې عبدالرشید دوستم ته چې سترجنرال (څلور ستوري والا جنرال) و، د پوځ تر ټولو غټه درجه (مارشالي) هم ورکوي.

د افغانستان په تاریخ کې دا درېیم کس دی چې د مارشال پوځي درجه اخلي. د افغانستان لومړی مارشال، د پخواني پاچا محمد نادر خان ورور، شاه ولي خان و. دویم مارشال، محمد قسیم فهیم و چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال دا درجه ورکړل شوه، او دا دی درېیم مارشال د جنبش اسلامي ګوند بنسټګر او د صدر غني پخوانی نایب عبدالرشید دوستم دی.

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ انتخاباتي جنجالونو څو میاشتې دوام وکړ چې له طالبانو سره د سولې پر پروسې یې هم اغېزې وکړې او ترڅنګ یې امریکا خبرداری ورکړ چې که افغان مشران خپل ترمنځ اختلافات حل نکړي، نو امریکا به افغانستان ته پخپلو مرستو کې د یو بلین ډالرو په اندازه کمی راولي.

عبدالرشید دوستم چې کلونه مخکې يې د ولسمشر غني ملاتړ کړی و، په وروستیو انتخاباتو کې د ډاکټر عبدالله ترڅنګ ودرېد، ځکه هغه وعده ورکړې وه چې که کامیابه شي نو د مارشالي درجه به ورکوي.

پر رقیب جنسي تیری

په ۲۰۱۶ کال کې، کله چې دوستم د صدر غني نایب و، ورباندې دا تور پورې شو چې خپل یو ازبک سیاسي رقیب او پخوانی ملګری احمد ایشچي یې تښتولی، ډبولی، او ورباندې یې جنسي تیری کړی دی.

ایشچي پر ټي وي باندې راڅرګند شو او په داسې حال کې چې اوښکې یې بهېدلې، دوستم یې تورن کړ چې هغه یې د زرګونو کسانو مخې ته وهلی ټکولی، بیا یې کور ته له ځانه سره بیولی او خپلو ساتونکو ته یې امر کړی چې پر هغه د ټوپکو په څوکه جنسي تیری وکړي.

احمد ایشچي پخوا د دوستم نایب و، خو وروسته یې په سیاسي رقیب بدل شو
احمد ایشچي پخوا د دوستم نایب و، خو وروسته یې په سیاسي رقیب بدل شو

د پراخو انتقادونو او د انصاف دپاره د زیاتو غږونو د اوچتېدو وروسته چې په کې امریکا او اروپایي اتحاد هم خپل غږونه اوچت کړل، د ولسمشر غني حکومت کوښښ وکړ چې دوستم ګرفتاره کړي، خو هغه ترکي ته په تېښته بریالی شو او پنځلس میاشتې هلته جلاوطنه پاته شو.

د هیومن رايټس واچ نړېوال تنظیم د آسیا د برخې مشره پاترېشیا ګروسمن وایي، په دې موده کې دوستم د عدالت له منګولو بچ پاته شو، ځکه لا هم د صدر نایب ګڼل کېده. دوستم ته د پوځي مارشالۍ د درجې ورکولو خبر ته په غبرګون کې، پاتریشیا پخپل ټویټر لیکلي دي: هغه افغانان چې پر خپل حکومت دا حساب کوي چې بشري حقونه به محفوظه کړي، هغوی ممکن سخت زیات مایوسه شوي اوسي.

دوستم د مارشالۍ د درجې له اخیستلو وروسته، یوې غونډې ته په خبرو کې وویل تر هغو چې طالبانو پخپلو وعدو عمل نه وي کړی، امریکا ته په کار نده چې له افغانستانه ووځي. د هغه اشاره، د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د دوحې لوظنامې ته وه.

دوستم دا هم وویل چې که د افغانستان اوسنی حکومت او نړېواله ټولنه هغه پرېږدي چې د جنګ مشري پر غاړه واخلي، نو هغه به په شپږو میاشتو کې طالبانو ته ماتې ورکړي.

په هغې دستوره کې چې دوستم ته د مارشالۍ د ورکولو دپاره په جوزجان کې جوړه شوې وه، د هغه سیاسي ملګری ډاکټر عبدالله عبدالله، یو شمېر افغان سیاستوال، او د ازبکستان، ترکيې، او هند ډیپلوماتانو ګډون کړی و، مګر صدر غني په دې دستوره کې برخه نه وه اخیستې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG