لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آر ایس ایف: طالبانو په رسنیو کې په ځانګړې توګه پر ښځو "جبري امرونه" زیات کړي دي


د بې پولې خبریالانو تنظیم آر ایس ایف په افغانستان کې په رسنیو او خبریالانو باندې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې په نخښه شوې دي.

آر ایس ایف د مارچ پر 13 په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، د طالبانو حکومت د ښځینه خبریالانو پر جامو، ږغیزو رسنیو ته د ښځو پر لاسرسي او د طالبانو د چارواکو د فلم او عکس پر اخیستلو زیاتېدونکي "آمرانه بندیزونه" لګولي دي:

"په افغانستان کې د خلکو د ځپلو لړۍ تېزه شوې ده، په ځانګړې توګه [طالبان] رسنیو ته د ښځو لاسرسی په نخښه کوي که هغه د خبریالانو په توګه وي او که د اورېدونکو یا کتونکو په توګه".

د طالبانو حکومت د آر ایس ایف تازه رپوټ ته لا څه غبرګون نه دی ښکاره کړی خو سره له دې چې وایي د رسنیو ازادي یې نه ده محدوده کړې، په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې په سلګونو رسنیو کار پرېیښی او ګڼ شمېر خبریالان د هېواد پرېښوولو ته اړ شوي دي.

د بې پولې خبریالانو تنظیم ویلي چې له تېرې فرورۍ میاشتې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو چارواکو یو لړ امرونه یا لارښوونې جاري کړې دي چې پر ښځو بندیزونه پکې په واضح ډول څرګندیږي.

آر ایس ایف وايي د طالبانو د کندهار والي یا ګورنر د طالبانو د ځایي مشرانو پر عکس او ویډیو جوړولو بندیز لګولی دی او په خوست کې د طالبانو د پولیسو مشر رېډیو او ټیلویژن ته د ښځو پر ټیلیفون کولو بندیز لګولی دی.

دغه تنظیم له ولایتونو پرته په ملي کچه هم د طالبانو د حکومت دې ډول بندیزونو ته اشاره کړې او وایي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر امر کړی چې په رسنیو کې ښځینه خبریالانې دې د لیدل کېدو پر مهال تورې جامې واغوندي چې یواځې سترګې یې ښکاره وي، خو وایي که دا امر عملي نه کړي له کاره به و شړل شي.

د آر ایس ایف د جنوبي اېشیا څانګې ویلي په افغانستان کې خبریالان مخکې هم له سخت جبر، سنسرشپ او د ځان له سنسر کولو سره مخ وو، دغه د ولایتونو او په ملي کچه بندیزونه د رسنیو منظرنامه نوره هم خرابوي چې وایي کېدای شي د هیواد نورو برخو ته هم وغزیږي:

د بې پولې خبریالانو تنظیم د طالبانو پر مشر ملا هبت الله اخوندزاده ږغ کړی چې پر خبریالانو او رسنیو لګېدلي دغه "ظالمانه اقدامات" دې پای ته ورسوي:

"په خوست کې د ښځینه اورېدونکو او کتونکو غلي کول، د کندهار د چارواکو پر تصویر اخیستلو بندیز او په هیواد کې د ښځینه خبریالانو د جامو اړوند سخت بندیزونه د طالبانو د سختې ایډیالوجۍ پرېشانوونکې نخښې دي چې هدف یې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې دي".

د طالبانو د کندهار والي ملا شېرین اخوند د تېرې فرورۍ میاشتې پر 18مه په یو لیکلي فرمان کې د ولایت له ځایي چارواکو او خپلو ساتونکو غوښتي چې په غونډو کې دې له عکس او ویډیو اخیستلو ډده وکړي او یواځې لیکلي او ږغیز رپوټ جوړولو ته اجازه شته.

آر ایس ایف ویلي طالبان چې د 2021م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شوي له هغه وروسته یې رسنۍ او خبریالان ډېر زیات محدود کړي دي چې وایي له امله یې په دغه هیواد کې د رسنیو ازادي ډېره زیاته کمه شوې ده.

د بې پولې خبریالانو تنظیم په خپل رپوټ کې ویلي، د مطبوعاتو د ازادۍ د 2023م کال په فهرست کې په 180 هیوادونو کې افغانستان 152م ځای نیولی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG