لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره: د افغانستان خبریالان او رسنۍ په بد حالت کې دي


د کب میاشتې۲۷مه (د مارچ ١٨مه) چې په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نامه نومول شوې، د رسنیو د کارکوونکو او آزادو خبریالانو لخوا ولمانځل شوه.

په همدې حال کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي کولی شي چې په دې ورځ د خپلو حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

د خبریالانو دغه ورځ د پلازمینې کابل ترڅنگ، په بلخ، کندز، ننګرهار، خوست او په ګڼو نورو ولایتونو کې د خبریالانو او د رسنیو د ټولنو او د افغان حکومت لخوا ولمانځل شوه.

خبریالانو د ملي ورځې په تړاو په جنوب لویدیځه حوزه کې د آزادي راډیو خبریال صدیق ریښتني امریکا غږ ډيوې ته وویل د خبریالانو د رسنیز فعالیت پر وړاندې په افغانستان کې ستره ستونزه معلوماتو ته نه لاس رسی دی.

نوموړي زیاته کړه: «دخبریالانو په کاري ساحه کې ترټولو جدي مسله معلوماتو نه د لاس رسي قانون نه تطبیق دی چې دولت یې په خپلو چارواکو نشي عملی کولی، البته د جنوبي ولایتونو په سطحه د خبریالانو یوه جدي مسله ده ځکه چې دوی د څیړنیز رپوټونو لپاره اړتیا لري چې له چارواکو معلومات واخلي ترڅو دوی هغو قضیو ته لاس رسی ولري چې له خلکو او مطبوعاتو پټ پاتې وي.»

ریښتني زیاته کړه امنیت هم د خبریالانو لپاره یوه ستونزه ده خو په وینا یې جدي ځکه نه ده که خبریالان بې پرې او کره توګه رسنیز فعالیتونو ته دوام ورکړي د دوی رسنیزې چارې له ستونزو سره نه مخامخ کیږي.

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرایوي مشرمجیب خلوتګر ډېوې ته وویل تربل هروخت دا مهال په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په بد حالت کې دی.

ښاغلي خلوتگر زیاته کړه: «د تشدد کچه لوړه شوې، دولت، ځینو کړیو او وسله والو مخالفینو لخوا د رسنیو او خبریالانو په کاري ساحه محدودیتونه زیات شوي، اطلاعاتو ته لاس رسی په بد وضعیت کې دی، په مالي لحاظ د افغانستان رسنۍ په خراب حال کې دي خو د خبریالانو ملي ورځ زمونږ لپاره ښه پلمه ده چې دغه ستونزې له دولت سره شریکې کړو تر څو د قانون پربنسټ ستونزو ته د حل لار پیدا شي او دولت یې د خپل کار په لومړیتوب کې راولي.»

خوست والی محمد حلیم فدايي نن د دوشنبې په ورځ د خبریالانو د ملي ورځ په لمانځ غونډه کې د هغوی د ټولو رسنیزو فعالیتونو ملاتړ وکړ او معلوماتو ته د لاس رسي قانون د عملي کیدو ژمنه یې وکړه.

په افغانستان کې دخبریال ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې په چادونو او هدفي بریدونو کې د نامعلومو وسله والو لخوا په خوست او فراه ولایتونو کې درې تنه خبریالان وژل شوي او یو تن په هلمند کې ټپی شوی دی.

۲۰۱۸ میلادي کال هم د خبریالانو لپاره خونړۍ کال یاد شوی و او هغه مهال د بیلابیلو ترهګریزو بریدونو،چادونو اود هدفي حملو په ترڅ کې په ټول افغانستان کې ۲۰ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او۶ نور ژوبل شوي و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG