لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکي کې د مړو شویو افغانانو مړي کابل ته انتقال شول


د هغو پنځو تنو افغانانو مړي چې کښتۍ یې تېره میاشت د ترکي په اوبو کې غرقه شوې وه، د شورو/چهارشنبې په ورځ کابل ته انتقال شول.

د هغې ډوبې شوې کښتۍ له پېښې وروسته د مړیو د لټون کار روان و او تر اوسه د ۲۹ افغانانو مړي له اوبو راایستل شوي. د افغانستان د خارجه وزارت ویاند ګران هېواد ویلي چې د افغان مهاجرو د موندل شویو مړیو له جملې نه، د پنځو تنو جسدونه یې کابل ته رسول شوي دي.

د ترکي مطبوعات وایي چې په هغه غرق شوي جهاز کې نور مړه شوي مهاجر، د پاکستان او ایران شهریان و.

د جون میاشتې په ۲۷مه رپوټ ورکړل شو چې د توفاني هوا له امله د ناقانونه مهاجرو یو جهاز د ترکي په وان سیند کې لادرکه شوی دی. د ترکي چارواکو د اټکل له مخې، په هغې کښتۍ کې د ۵۵ نه تر ۶۰ مهاجر سپاره و.

د دې پېښې په اړه د ترکي حکومت تر اوسه پنځه تنه ګرفتاره کړي او یو ځایي چارواکی یې هم له عهدې نه لېرې کړی دی.

اي پي خبري اداره د رپوټ ترمخه، په هغو کسانو کې چې د کابل ائیرپورټ ته د خپلو قریبانو د جسدونو اخیستو ته تللي و، یو یې حشمت الله نور و چې د کور دوه ځوانان یې په هغه پېښه کې غرق شوي و. حشمت الله د اي پي خبریال سره په خبرو کې، ملامتي په روانو حالاتو اچولې او ویلي یې دي: کار و روزګار نشته، یوازې جنګ دی. زمونږ زلمیان به غیر له دې چې وطن پرېږدي، بله چاره نلري. هغوی په دې امید بهر ته ځي چې چېرته روزګار پیدا کړي، او کله کله په دې کوشش کې سر بایلي.

یو بل کس، مولاداد هم د کابل هوایي ډګر ته تللی و چې د خپل پنځلس کلن زوی مړی واخلي. هغه وویل: ما هغه بهر ته ولېږه، بله چاره مې نه وه. مجبوره وم، دلته خو بغیر د جنګ او بې روزګارۍ نه بل څه نشته.

یاده دې وي چې تېر کال په ډسمبر کې هم یو جهاز چې په کې د پاکستان، افغانستان، او بنګله دېش شهریان سپاره و، د ترکي په وان سیند کې ډوب شول چې اوه تنه یې مړه، او ۶۴ نور یې بیا وژغورل شول.

په ترکي کې شاوخوا اوه دېرش لکه د شام کډوال هم مېشت دي او بله دا چې د ترکي له لارې، د افغانانو، پاکستانیانو او ایرانیانو په شمول ګڼ شمېر مهاجر کوشش کوي ځانونه د خطرو نه ډکو لارو باندې یورپ ته ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG