لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سختو اورښتونو او یخني په افغانستان او پاکستان کې لسگونه کسان مړه کړي دي


د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د سختو اورښتونو او یخني له امله، له تېرې ورځې راهیسي تر اوسه ټولټال د ٢٠ کسانو د مړه کېدو خبرونه ورکړل شوي او اټکل کیږي چې د مړو شمېر لا پسې ډېر شي.

افغان چارواکو ویلي چې د خالي/شنبې په ورځ په افغانستان کې د یخني له امله کم از کم ١٧ کسان مړه شوي دي. د افغانستان د قدرتي آفاتو اداره لگیا ده چې د یخني له امله د مړو شویو کسانو په اړه لا زیات معلومات راټول کړي او ممکنه ده چې د مړو ټولټال شمېره له ١٧ نه هم زیاته شي.

د افغانستان په زیاتره برخو کې د ژمي موسم ډېر سوړ وي او دا لیدل شوي چې د یخني په زور اخیستو سره، په جگړې کې ښکېلې ډلې هم تشدد کې کم والی راولي.

د افغانستان د موسمیاتو اداره وایي چې دا ځل ډېر سخت ژمی دی، او اورښتونه او ساړه یې ډېر دي. د افغانستان د قدرتي آفاتو د ادارې ویاند، تمیم عظیمي رایټرز خبري ادارې ته ویلي: "مونږ په هېواد کې د داسې بدې یخې څپې اټکل نه و کړی، مونږ ته اوس رپوټونه رارسېدلي چې د درنې واورې له امله مرگ ژوبله رامنځته شوې ده. خو سمدستي مونږ ته د مړو د کره شمېرې پته نشته."

د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوښي اندازه، منفي ١٢ سنټېگرېډ (١٠ درجې د فارنهایت) ته راټیټه شوې ده. د واورې د اورېدو له امله گڼ شمېر غټې لارې بندې شوي چې په هغو کې د سالنگ لاره او د کابل کندهار لاره هم شامله ده.

په هرات کې هم درنه واوره اورېدلې او د یخني سخته څپه لگېدلې ده. د هرات د والي ویاند ویلي چې پرون د دوو کورونو چتونه رانړېدلي او له امله یې کم از کم اته کسان مړه شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و.

د افغانستان د موسمیاتو ادارې اټکل کړی چې په راتلونکو هفتو کې به لا سخته یخني وي.

ملگرو ملتونو مخکې تر دې پیشبیني کړې وه چې لږ تر لږه نهه میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، او داسې ښکاري چې د ژمي سخت یخ موسم به د اړو کسانو د ژوند حالت لا پسې خراب کړي.

بل اړخ ته د پاکستان په بلوچستان صوبه کې چې له افغانستان سره گډه پوله لري، هم درنه واوره اورېدلې او مرگ ژوبله یې اړولې ده.

په بلوچستان کې تازه واوره
په بلوچستان کې تازه واوره

د بلوچستان صوبې چارواکي وایي چې یوازې په پښین ضلعه کې دوه ماشومان او یوه زنانه د کورونو د چتونو د راپرېوتو له امله مړه، او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د صوبې په شمالي سیمو کې چې له افغانستان سره پر سرحد پرتې دي، لکه بادیني، لوی بند، توبه کاکړي، برشور، توبه اڅکزۍ، کرتو د زیارت سېلگرۍ مرکز، او کوږک کې سخته واوره اورېدلې چې په ځینو ځایونو کې د دې واورې اندازه یو فوټ ته رسیږي.

د دې اورښتونو له امله، د بلوچستان ایالت ځیني لویې لارې، لکه د کوئټې او کراچې ترمنځ، د کوئټې ژوب ترمنځ، او د کوږک کوئټې ـ چمن او ځیني نورې لارې بندې دي. حکومت د لارو د خلاصولو دپاره کوششونه پیل کړي دی.

XS
SM
MD
LG