لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې ویزې نه وي، ویزې تربگني زیاتوي ـ رستم شاه مومند


د افغانستان دپاره د پاکستان یو پخوانی سفیر، رستم شاه مومند وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تگ راتگ دپاره د پاسپورټ او ویزو سیسټم کې "هېڅ گټه نشته، نقصان نقصان دی، تاوان تاوان دی، او صرف د دوو ملکونو ترمنځ تربگني زیاتوي".

رستم شاه مومند د شورو/چهارشنبې په ورځ د وي او اې ډېوه رېډیو په خپرونه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ویزې او پاسپورټ پر سیسټم دې نظر ثاني وشي.

پخواني سفیر په داسې مهال د ویزو سیسټم بېکاره گڼلی چې نن سبا د کابل او اسلام آباد ترمنځ سفارتي تعلقات یو څه ترینگلي شوي، او پاکستان د "امنیتي ستونزو" په دلیل، کابل کې د ویزو ورکول بند کړي او فقط عاجلو مریضانو ته ویزې ورکول کیدی شي.

د اټکل له مخې، هره ورځ په افغانستان کې د پاکستان قونسلگریو ته له یو نیم زرو نه تر دوه زره د ویزې درخواستونه کیږي. رستم شاه مومند چې ډېره موده یې په کابل کې د پاکستان د سفیر په توگه دنده ترسره کړې ده، وایي چې د پاکستان د سفارتونو ظرفیت یا وړتیا هم دومره نده چې په ورځ کې دې زرگونه ویزې خلکو ته ولگوي؛ له همدې امله اوس وخت کې په افغانستان کې د پاکستان د ویزې اخیستل ډېر ستونزمن شوي او خلک په شپو او ورځو د قونسلگریو تر شا منتظر وي چې ویزې واخلي.

د پاکستان د ویزې اخیستلو ته افغانان شپې ورځې پر سړکونو سبا کوي
د پاکستان د ویزې اخیستلو ته افغانان شپې ورځې پر سړکونو سبا کوي

پخواني سفیر رستم شاه مومند په خپلو خبرو کې وویل: ""٦٠ ـ٧٠ کاله خلک بغیر له پاسپورټ او ویزو تگ راتگ کاوه، په هغه کې تکلیف څه و؟ اوس دې هم همداسې ځي او راځي. دا د ویزو والا سیسټم چې دی، فکر کوم چې په دې باندې باید بېرته غور وکړی شي. او که څوک دا وایي چې دا د ترهگرو د مخنیوي دپاره ده، نو د هغوی لارې چا ندي بندې کړي."

بل اړخ ته د افغانستان د خارجه وزارت د خپرونو د چارو مشر او یو ویاند، محب ستانکزي هم ډېوه رېډیو ته وویل چې که څه هم د پاکستان حکومت د ډېورنډ پر جنجالي کرښې اغزن تار لگولی او د ویزو سیسټم یې سخت کړی، مگر "ترهگر په سادگۍ کولای شي پرته له ویزې د کرښې له هغې غاړې راواوړي، ځکه پر ټولې پولې کنټرول نشته".

د افغانستان د خارجه وزارت دغه چارواکي دعوه وکړه چې د ویزو الزامي کېدل، اول د پاکستان حکومت پیل کړل، ځکه پاکستان فکرمندي ښکاره کړه چې د هېواد داخلي امنیت یې وساتل شي. د ستانکزي په وینا، پس له هغه بیا افغانستان هم د ډېورنډ کرښې څخه تېرېدونکو مسافرو ته د ویزې درلودل حتمي وگرځول. مگر هغه ټینگار وکړ چې "افغان حکومت د اغزن تار کلک مخالفت کوي، په هېڅ توگه نه غواړو چې دغه دواړه غاړې سره بېلې شي".

د ډېورنډ کرښه چې د انگریزانو په وخت کې د افغانستان او د برتانوي هند ترمنځ ایستل شوې وه، د افغانستان حکومتونو په رسمیت نده پیژندلې خو پاکستان ورته د یوې تسلیم شوې پولې یا سرحد په سترگه گوري.

دې کرښې، گڼ شمېر پښتانه قومونه سره بېل کړي او اوس چې د پاکستان له اړخ نه اغزن تارونه پرې لگول شوي، نو داسې کورنۍ هم شته چې په دې اغزن تار پخپل منځ کې یو له بله بېلې شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG