لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفیر، زاخیلوال هیله من دی چې سي پیک منصوبه افغانستان ته هم وغځیږي


په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وایي چې هیله لري د چین او پاکستان گډه منصوبه، سي پیک، افغانستان ته هم وغځیږي او په دې توگه د افغانستان، او له دې لارې له منځني ایشیا سره د تجارت لارې هم هوارې شي.

ډاکټر زاخیلوال دغه ټکي د گل په ورځ، اسلام آباد کې هغې ناستې ته څرگند کړل چې د پاکستان ـ چائینا انسټیټوټ لخوا جوړه شوې وه. دا ناسته، د پاکستان، چین، او افغانستان ترمنځ د درې اړخیز ډائیلاگ څلورمه غونډه وه چې د افغان سفیر نه علاوه، په کې د پاکستان د سنیټ د خارجي اړیکو د کمیټې مشر، سنیټر مشاهد حسین او په اسلام آباد کې د چین سفیر، یاو جینگ او یو گڼ شمیر څیړنکارانو، د پوهنتونونو استاذانو، د پارلېمان غړو او طبي کارکنانو هم برخه اخیستې وه.

د چین، پاکستان او افغانستان په څلورمه درې اړخیزه ناسته کې، د سي پیک منصوبې له لارې د اقتصادي یو موټي والي پر موضوعاتو بحثونه وشول.

«د سي پیک په ودانولو، افغانستان او منځنۍ ایشیا ته لا زیاته لاس رسي پیدا کیدای شي او د خلکو ترمنځ اړیکې هم پراخېدلی شي.» ـ په اسلام آباد کې د چین سفیر

سنیټر مشاهد حسین وویل چې سي پیک منصوبه یواځې د پاکستان او چین په اړه نه ده، بلکې د سیمې د نښلولو په مقصد ده او افغانستان د دې منصوبې په پراخولو کې، یو طبیعي شریک گڼل کیږي.

د افغانستان سفیر په دې ناستې کې وویل چې د پرمختگ له اړخه، یو څه غلط فهمۍ شته دي، ځکه د هغه په وینا، که چیرته د ملکونو ترمنځ غټ دوه اړخیز تعلقات وي او یا څو اړخیز، نو بنیاد یې ډیر پر امنیت وي، نه پر اقتصادي وړتیاوو.

زاخیلوال زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کوم تجارتي تړونونه او لوظنامې چې دي، هغه دې د سیاسي تحولاتو تر اثر لاندې نه راځي، ځکه کله چې سیاسي مداخلتونه پر تجارتي علایقو اثر واچوي، نو د دوو هیوادونو ترمنځ د تجارت کچه هم راټیټه شي.

په دې غونډه کې د چین سفیر هم د افغانستان پر جغرافیایي ارزښت ټینگار وکړ او هغه یې د شرقي ایشیا او غربي ایشیا ترمنځ د وصل یوه کړۍ وبلله. د چین سفیر، یاو جینگ، زیاته کړه چې د سیمې ټول ملکونه باید د فرصتونو څخه د گټې اخیستلو یو شان چانس ولري.

هغه پر دې ټکي هم ټینگار وکړ چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل کردار ادا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG