لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د سولې پروسه کې د پاکستان کلیدي رول ته په تمه یو


د افغانستان پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن په اسلام اباد کې دریمه درې اړخیزه ناسته ترسره کیږي.

په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن سهر د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ډیوې ته وویل دا ناسته به د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي او د چین پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیران به په کې برخه اخلي.

احمدي زیاته کړه په دې ناسته کې به د افغانستان او پاکستان د سیاسي اړیکو، د سولې په پروسه، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیتي او اقتصادي همکاریو پراختیا د بحث او خبرو مهم ټکي وي.

نوموړي وویلي: ٫٫په دې ناسته کې چې دایې دریمه غونډه ده په سیاسي اړیکواو دسولې په پروسې، امنیتي همکاریو اوله تروریزم سره دمبارزې اود امنیتي همکاریو په پراختیا او اتصال به بحث کیږي.٬٬

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ډیوې سره په خبرو کې دا ناسته د سولې او امنیت او همداراز د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دسیاسي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه ګڼلی او ویلي دي چې بیجینګ په دې چارو کې مهم رول ترسره کولی شي.

احمدي زیاته کړې هغه هیله مند دی چې د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې دمرستې په تړاو له پاکستان څخه درلوده هیڅ نه دي کړي او په وینا یې افغان حکومت دا ځل توقع لري چې د کاغذ پرمخ د ژمنې پرځای عملي اقدام وکړي.

هغه وویل: ٫٫ له شک پرته پاکستان کولی شي چې دسولې په پروسه کې مهم رول ترسره کړي دا ناسته له اهمیت ځکه برخمنه ده چې چینایان کولی شي له هغه نفوس څخه چې پرپاکستان یې لري ګټه واخلي او له ترهګرۍ سره دمبارزې اودافغانستان اوپاکستان ترمنځ د اعتماد جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.٬٬

د پاکستان حکومت د افغان سولې په تړاو وړاندې ویلي و چې دافغانستان دسولې په پروسه کې مهم کرادر ادا کړی دی خو افغان حکومت ویلي چې په دې بهیر کې ګاونډي هیواد پاکستان تراوسه کومه څرګنده همکاری نه ده کړې.

دافغانستان پاکستان او چین دبهرنیو چارو د وزیرانو تر دې دریمې ناستې وړاندې لومړی ناسته په ۲۰۱۷ میلادي کال دچین په پایتخت بجینګ کې او اوله ناسته په ۲۰۱۸ کال په کابل کې جوړې شوې وه.

دا په داسې حال ده چې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې موافقه وروستی شوې او دسولې په پروسه کې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي انتظار باسي ترڅودسولې وروستی شوی سند د ولسمشر ټرمپ لخوا تایید شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG