لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني سیاستمدار حیرانتیا – پاکستانۍ روپۍ ولې د افغانۍ په وړاندې قدر بایللی؟


د پاکستان حکومت د یو مخالف ګوند مسلم لیګ ن مشرانو خواجه آصف او احسن اقبال د پاکستان تحریک انصاف په تګلارو سخت تنقید کړی دی او په دې یې حیرانتیا ښودلې چې د افغانستان او یو شمېر نورو ګاونډیو ملکونو کرنسۍ لا د پاکستان له کرنسۍ (روپۍ) نه قدرمنې دي.

د مسلم لیګ – ن ګوند یو جګپوړي غړي احسن اقبال د عمران خان د تحریک انصاف حکومت په ملامتولو سره ویلي: "د نیپال معیشت له مونږ نه مخکې دی، حتی دا چې اوس د افغانستان کرنسي هم له مونږ نه مخکې (له روپۍ نه ګرانه) ده."

هغه زیاته کړې ده چې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت غلطو تګلارو له وجهې، د پاکستان معیشت د تباهۍ په لور روان دی.

دا وخت یوه پاکستانۍ روپۍ، د نیمې افغانۍ نه هم کم ارزښت لري او په کابل کې ۱۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ په شاوخوا ۴۶۰ افغانیو اړول کیږي. مګر د پاکستانۍ روپۍ په وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدل کومه نوې خبره نده او له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسي د افغانستان کرنسي د پاکستان پر کرنسي اوچته ده.

که څه هم په دې موده کې افغانۍ او روپۍ هېڅکله سره برابر شوي ندي او افغانۍ لوړه پاته شوې ده، خو د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپیو قدر نور هم زیات کم شوی دی.

دا گراف په تېرو لسو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت څرګندوي
دا گراف په تېرو لسو کلونو کې د افغانۍ په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت څرګندوي

که د افغانستان او د پاکستان د کرنسیو له مقابلې نه تېر شو، دا خبره هم د یادولو وړ ده چې دغو دواړو کرنسیو د امریکایي ډالر په وړاندې خپل قدر بایللی دی. په ۲۰۱۲ کې یو امریکایي ډالر له ۴۳ افغانیو سره برابر و، خو اوس ۷۷ افغانیو ته رسېدلی دی.

همداسې په ۲۰۱۲ کال کې د یو ډالر قیمت په پاکستان کې شاوخوا ۸۵ روپیو ته رسېده، خو اوس یې خبره ۱۶۸ ته ختلې ده. بیا هم که وکتل شي، په دې موده کې د پاکستان کرنسۍ د ډالرو په مقابله کې خپل نیم ارزښت له لاسه ورکړی، خو د افغانستان کرنسۍ لا نیم ارزښت له لاسه ندی ورکړی.

په دې ګراف کې د امریکایي ډالر په وړاندې په تېرو لسو کلونو کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت څرګندیږي
په دې ګراف کې د امریکایي ډالر په وړاندې په تېرو لسو کلونو کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت څرګندیږي

دا چې افغانستان په دې موده کې څنګه وکړای شول چې خپله د کرنسۍ بیه جګه وساتي، د اقتصادپوهانو په وینا یوه وجهه یې کیدای شي دا وي چې افغانستان د پاکستان غوندې غټې نړېوالې قرضې نه لري او بل دا چې ورسره زیاتې خارجي مرستې هم کیږي.

که څه هم د ډالرو په مقابله کې د پاکستان د کرنسۍ بیه له زیات وخته په ټيټېدو ده، مګر له ۲۰۱۸ کال راهیسي یې د قدر په کمېدو کې تیزي راغلې ده.

روپۍ د تېر حکومت په نسبت په اوسني حکومت کې پرله پسې مخ په کښته لوېږي چې اوس یې ارزښت تر بل هر وخت کم شوی او تېره هفته د یوه امریکایي ډالر په بدل کې د یوې روپۍ بیه 168.91 ته راولوېده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د روپۍ د ارزښت کمېدو یو سبب د پاکستان پر مرکزي حکومت د بهرنیو قرضو د ادا کولو فشار دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG